میليون جام سیالۍ

لیکوال : حضرت عثمان نوري

د میلیون جام سیالۍ چې د افغانستان د کرکټ په وده او پرمختګ کې رغنده رول لوبوي، هر کال د زراب شاه ظهیر په مشرۍ د افغانستان په کورني کرکټ کې تر شپږيزې وروسته دویم لوی او يواځینی خصوصي ليګ شمیرل کیږي چې یواځېنی هدف یې د افغانستان د کرکټ وده او پرمختګ بلل شوی دی.

دغه سیالۍ چې په تجارتي بڼه د هیواد په سطحه په لاره اچول کیږي، د افغانستان کرکټ بورډ اداره یې ميليون لیګ بولي او سیالۍ به یې د کابل-الکوزي په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

میلیون جام سیالۍ چې نه کوم سیاسي اهداف لري، او نه هم په کوم ګوند پورې تړاوو لري، یواځینۍ موخه یې ځوانو لوبغاړو ته ذمینه برابرول دي، تر څو د مادي امکاناتو تر څنګ د هيواد په کچه خپله وړتیا لکه د راشدخان په څېر په نړیوالو په ډېر لوړ قیمت وپلوري.

د میلیون جام د سیالیو تنظیموونکی حامد بابر امینزي ډاډ ورکړ چې د یاد جام دا ځل سیالۍ به له ډېرو نوښتونو سره ملې وي، او د کرکټ مینه وال به ناهیلي نه کړي.

د کرکټ بورډ ادارې له قوله: میلیون جام سیالۍ درې کاله وړاندې په پلازمېنه کابل کې پېل شوي او څلورم پړاوو یې د روان کال په اپرېل کې پيلیدونکی دی.  یادې ادارې دا هیله مندي هم ښودلې ده چې د میلیون جام دا ځل سیالۍ به د تیرو سیالیو په پرتله له نویو نوښتونو برخمنې وې.

د همدې جام په تېرو ترسره شویو سیالیو کې د ملي، الف، ۱۹ کلنې او د کورني کرکټ پیاوړو لوبغاړو ته ونډه هم ورکړل شوې وه، چې د پام وړ سیالۍ یې کړې وې.  سږ کال هم د کورني کرکټ پیاوړي لوبغاړي له ملي، الف او ۱۹ کلنې لوبډلې له لوبغاړو سره یو ځای په دغه سیالیو کې لوبیدلی شي. کرکټ پوهان هیله مندي ښيي چې د میلیون جام سیالۍ به د هیواد کرکټ ته د تېرو سیالیو په څیر پیاوړي لوبغاړي ور وپیژني.

د میلیون جام دا ځل سیالۍ د روانې اپریل میاشتې پر ۲۵ تمه نېټه د ۵ لوبډلو ترمنځ د لیګ سیسټم په بڼه په الکوزي کابل نړیوال لوبغالي کې پیلیږي.

په یادو سیالیو کې ددې ترڅنګ چې هر لوبغاړی په خپلې وړتیا تر ملي لوبډلې ځان رسولی شي، په نړيوالو لوبو کې به هم د افغانستان استازيتوب وکړي.  نن چې راشد په اي پي ايل کې لوبېږي او مليونونه خلک يې له لوبو خوند اخلي د میليون جام برکت دی.

له نن څخه څلور کاله وړاندې همدغه مليون ليګ وو چې په  ۲۰۱۳  کال کې  يې راشد ته د لوبېدو چانس ورکړ، خو راشد لا له هماغه وخته د روښانه اینده خوبونه لیدل، ځکه نوموړي په خپله راتلونکي باور درلوده چې د راشدخان نوم به د هر افغان او د ډېرو نړیوالو په ذهنونو کې ثبت کیږي.

اتلس کلن راشد خان چې په یاد کال د میلیون جام سیالیو کې خپل ځان مثبت ثابت کړ، ملي لوبډلې ته يې لار پېداکړه، او له هغې وروسته په ملي لوبډله کې د بهترینه توپ اچونې او توپوهنې وروسته د خپلې وړتیا په مټ تر اي پي ايل ورسېد، چې نن يې په نوم اخيستلو افغانان ویاړي.

هېره دې نه وي چې د مليون جام څلورم پړاو سیالۍ به د روانې ميلادې مياشتې (د اپريل په 25مه چې دسه شنبې) ورځې سره سمون خوري، د کابل په نړيوال لوبغالي کې د پينځو لوبډلو تر منځ پيل او ټولې سیالۍ به يې د شمشاد نړيوال تلويزون په پرده په ژوندۍ بڼه په ښه کيفيت خپرې شي.