نامعلومه وسله والو په اردن کې د اسراييلو په سفارت کې دوه تنه په ډزو ووژل

د اردن امنيتي مسوولين وايي، چې تېره شپه پلازمېنې عمان کې د اسراييلو په سفارت کې دوه تنه په ډزو وژل شوي او يو ټپي دی.

امنيتي مسوولينو ويلي، چې د پېښې په تړاو يې پلټنې پيل کړي، خو د اسراييلو سفارت پر رسنيو د خبر خپرولو بنديز لگولی دی.

د اردن د ملي امنيت ریاست چارواکي وايي، چې تېره شپه د اسراييلو د سفارت په استوگنځي کې د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي دي. له پېښې وروسته سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې، د رسنيو په گډون هېڅوک د پېښې ځای ته نه ورپرېښودل کېږي.

امنيتي مسوولينو ويلي، چې له پېښې وړاندې دوه اردنيان د اسراييلو سفارت ته ننوتي وو او شونې ده، چې دغو کسانو ډزې کړي وي.

فرانس پرېس خبري اژانس د اردني چارواکو له خولې ليکلي، چې بريد کې د سفارت دوه ادني چارواکي وژل شوي او يو اسراييلی ژور ټپي دی.

دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې گڼو اسلامي هېوادونو کې فلسطين او مسجد اقصی کې د اسراييلو د تېريو او ظلمونو پر وړاندې لاريونونه او غندنې روانې دي.

له تېرو دوو اوونيو راهيسې اسراييلي پوځيانو مسجد اقصی کې پر لمونځونو بنديز لگولی، تر اوسه د اسراييلي ښکېلاکگرو او فلسطينيانو تر منځ اخ او ډب کې گڼو فلسطينيانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

اردن او اسراييلو په ۱۹۹۴ کې د سولې تړون کړی، چې له مخې يې اسراييل فلسطين کې د سپېڅلو ځايونو د مسووليت واک اردن ته منلی دی.

د عمان چاپ خپرېدونکې «هلا اخبار» ورځپاڼې مسوول مدير وايل الجرايشه ويلي، د اسراييلو سفارت ته يوازې هغه څوک ور تلی شي، چې سفارت ته د ننوتکو کارډ ولري او اسراييلي چارواکي يې تصديق وکړي.

د فلسطين پلازمېنې رام الله کې د الجزيرې ټلويزيون خبريال وليد عمري وايي، چې اسراييلي چارواکي د پېښې په تړاو غلي دي او رسنيو کې يې هم د خبر په خپرولو بنديز لگولی دی.