ناټو وايی،دداعش په پرتله افغانستان ته تر ټولو لوی ګواښ طالبان دي

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ، چې د داعش پر ضد په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره واشنګټن ته تللی، دسه شنبی ورځ د امريکا له دفاع وزير جېمز ماتیس سره وکتل.

دواړو خواوو د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر وروستيو حالاتو خبرې وکړې.

د ناټو سرمنشي تېره اوونۍ په بروکسل کې وویل افغانستان له ډېرو چلینجونو سره مخامخ دی، ګڼې تروریستي ډلې پکې فعالیت کوي خو تر ټولو لوی ګواښ طالبان دي.

د ناټو سرمنشي وویل چې د افغانستان حکومت د ناټو په همکارۍ مهم پرمختګونه کړي دي؛ پنځلس کاله پخوا افغانستان امنیتي ځواک نه درلود خو اوس شاوخوا ۳۵۰زره امنیتي او دفاعی ځواکونه لري چې د افغانستان د ساتنې او دفاع وړتیا لري.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د جګړې په میدان کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه وویل چې د ناټو پوځیان به د افغانستان د ثبات لپاره له بېلابېلو لارو له تروریزم سره مبارزه وکړي.

د امريکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاعلیو ستولتنبرګ او ماتیس د افغانستان پر وروستيو حالاتو او په نړيواله کچه د داعش پر ضد پر روانو هلوځلو خبرېوکړې.

دوی په افغانستان کې هم د داعش پر ضد د هلوځلو د څرنګوالي په باب د نظر تبادله وکړه.

امریکا افغانستان ته د نورو ځواکونو پر لېږلو غور کوي. او د ناټو قوماندانان د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پر ضد په جګړه کې د خپلو ځواکونو لپاره د لا زیاتو صلاحیتونو اجازه غواړي.

پخوا په دغه هیواد کې د ناټو تر یولک زیات سرتېري مېشت ول خو اوس ۱۳ زره دي او هغه هم د افغان ځواکونو د روزنې مسوولیت لري او د دې معنا دا ده چې د جګړې ټول پېټي د افغان ځواکونو په غاړه دی.

وروسته له دې چې د ۲۰۱۴ په پای کې د امریکا او ناټو محارب پوځیان له افغانستانه ووتل، وسله والو طالبانو جګړې ته لا زور ورکړ او دې مسلې لوېدیځوال اندېښمن کړي او وايي چې باوري نه دي چې افغانستان به بیا د تروریستانو پر مرکز نه بدلېږي.

په اروپا کې د ناټو د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان کیرتیس سکاپاروتي په وروستیو کې وویل، د ناټو او ايتلاف ځواکونه د دې لپاره په افغانستان کې مېشت دي چې اطمینان نه لري چې تروریستان به بیا له افغانستانه د نورو هیوادونو پر ضد کار نه اخلي.

سکاپاروتي د افغانستان د سفر په ترڅ کې وویل «موږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو چې ترهګر بیا له افغانستانه د خوندي پناهځای په توګه کار نه شي اخیستلی او دا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره زموږ د ژمنې دلیل دی.