نا معلوموبریدګرو د قطري شهزاده پر قافله وسله ‌وال بريد وکړ

د بلوچستان امنيتي مسوولين وايي، چې تېر ماښام د قطر د شهزاده پر قافلې بريد کې د موسی خېلو ولسوالۍ د پوليسو مرستيال مشر مجيد دستي او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.

د چارواکو په وينا ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او بريدگر په تېښته بريالي شوي دي.

په بريد کې د قطر شهزاده ته زيان نه دی اوښتی.

پوليس وايي، چې د شلو مشکوکو کسانو پر ضد يې د پوليسو په حوزه کې رپوټ ليکلی دی.

د بلوچستان پوليسو يوې سرچينې پاکستاني رسنۍ ته ويلي، چې بريد کې ځينې امنيتي مسوولين هم شامل دي او چارواکو په دې اړه پلټنې پيل کړي دي.

تېره مياشت هم د متحده عربي اماراتو د شهزاده شيخ سيف بن زايد النهیان پر قافله د بلوچستان پنجگور سيمه کې بريد شوی و.

د قطر او نورو عربي هېوادونو شهزاده‌گان د پاکستان بلوچستان او نورو سيمو کې د بازانو او تلور په نوم د مرغانو ښکار کوي او پاکستاني رسنيو له تېرې اوږدې مودې راهيسې د عربي شهزاده‌گانو د دې ښکارونو پر ضد خپرونې پيل کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، د قطر شهزاده گان راځي، دلته ښکار کوي او په بد اخلاقۍ يې تورنوي.