نبي او راشد وايي، د هند ای پی اېل کې زموږ لوبېدل یوه ښه تجربه وه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دوه تکړه لوبغاړي، محمد نبي او راشد ارمان وايي د هند په مخکښه لیګ کې لوبېدلو ډېر څه ورکړل او دا به د ویسټ انډيز په سفر کې ورته په ګټه تمام شي.
د هند په مخکښه کرېکټ لیګ یا ای پي اېل کې یوازیني لوبېدلي افغان لوبغاړي په دې باور دي چې له دغې نوې تجربې یې ډېر داسې څه زده کړي چې په ملي لوبډله کې به ترې کار واخلی.
کابل ته له راستنېدا وروسته د بي بي سي له پښتو سره په خبرو کې محمد نبي وویل “خامخا ګټه کوي. د ای پي ایل تجربه به د ویسټ انډیز راتلونکي سفر کې د دوی لپاره ګټوره ثابته شي. ځکه چې د ویسټ انډیز لوبغاړي هم په ای پي اېل کې وو او په هغه سخت وخت کې ما او راشد دوی ته بالېنګ وکړ نو انشا الله د ای پي اېل دا تجربه به زموږ لپاره په ویسټ انډيز کې ډېره ګټوره وي. او موږ به خپل کوشش کوو چې له ویسټ انډیز سره ښې لوبې وکړو.”
په وروستۍ لوبه کې، چې د باران له کبله تر ډېره مهاله په ټپه ولاړه وه، حیدراباد سن رایزرز د کولکته نایټ رایډرز له لاسه په اوو وېکټونو ماتې وخوړه او و نه توانېدل د دغو سیالیو نیمه پایلوبو پړاو ته لار ومومي.
د ډېوېډ وارنر په مشرۍ دغې لوبډلې د سږ کال ای پي ایل سیالیو کې ۸ لوبې وګټلې، پنځه یې وبایللې او یوه لوبه یې مساوي پای ته ورسېده.
فبرورۍ کې د ای پي ایل حیدراباد سن رایزرز لوبډلې راشدارمان د ۴۰ میلیونو هندي روپیو او محمد نبي د ۳ میلیونو هندي روپیو بدل کې خپله لوبډله کې شامل کړل.
د هند د مخکښ لیګ په لوبو کې قوانین دا وايي چې هره لوبډله ګڼ بهرني لوبغاړي پېرلی شي خو په یوه لوبه کې یوازې څلورو بهرنيو لوبغاړو ته ځای شته.
افغانستان د جون له لومړیو په ویسټ انډيز کې شل اوریزې او یو ورځنۍ لوبې لري. ویسټ انډیز تېر کال د شل اوریزو لوبو نړیواله اتلولي وګټله. هغه اتلولۍ په هند کې وشوې چې یوازې افغانستان ماتې ورکړه او نورې ټولې لوبې یې وګټلې.
په ای پي ايل کې د ویسټ انډيز لوبغاړي له راشد ارمان سره په لوبه کې له ستونزو سره مخامخ وو. دغه ځوان افغان ګوګلي بالر وايي د ای پي اېل تجربه یې یوازې د ځان لپاره نه بلکې د هېواد ټولو کرېکټ لوبغاړو ته ښه ثابتېدلی شی.
راشد ارمان بي بي سي پښتو ته وویل “ای پي ایل واقعآ ډېره ښه تجربه وه، زموږ لپاره، د افغانستان د کرېکټ لپاره او د راتلونکو ځوانانو لپاره، هلته موږ له غټو لوبغاړو سره او له غټو روزونکو سره ولوبېدو، له هغوی مې ډېر څه زده کړل او اوس زموږ دغه هدف دی چې څه مو زده کړي او څه مو لیدلي کوشش مو دغه وي چې نورو ځوانانو سره دغه شریک کړو او د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ سبب شي.”
د جون په میاشت کې له ویسټ انډيز سره تر لوبو وروسته افغانستان د لندن په لارډز لوبغاړي کې د جولای په یولسمه نېټه یوه لوبه لري.
تر هغه وروسته به افغان لوبغاړي کابل ته راځي او د جولای له ۱۸ مې ڼېټې به د افغان کرېکټ بورډ کورنۍ شل اوریزې سیالۍ، شپږیزه، کېږي چې دواړه راشد ارمان او محمد نبي په کې د یوې یوې لوبډلې کپتاني پر غاړه لري.
تر هغه وروسته د اګست په میاشت کې دغه دوه افغان ستوري بیا ویسټ انډیز ته ځي چې د هغه ځای په کورنیو شل اوریزو سیالیو کې برخه واخلي.
ايمل پسرلی