نجار او پاچا(لنډه کیسه او حیرانتیا)

لوستل يې اړین دي

لیکنه:  نورالدين کاکړ

يو نجار و چې ښايسته ښځه يې درلوده ، د هغه ښار پاچا يې ښايست لېونى کړى وو ، پاچا بهانه غوښته چې څنګه د نجار ښځه لاسته راوړي نو د نجار اعدامولو امر يې وکړ چې سبا ته نجار اعدام کړئ، نجار ته د شپې خوب نه ورته د اعدام ډار لاره ترې ورکه کړې وه، ښځې يې ورته وويل چې هېڅ خبره نه ده د نورو شپو په څېر آرامه پرېوزه، د نجار زړۀ ددې خبرې په اوريدو لږ آرامه شو، او ویده شو سهار چې یې د پاچاه ساتونکو د پښو غږ واورېد نو په ډېر افسوس او مایوسۍ یې خپلې ښځې خواته وکتل تا خو ویل هېڅ خبره نه ده، نو په ډار د دراوزې لورې ته لاړ دراوزه یې خلاصه کړه ، او خپل لاسونه یې د پاچا ساتونکو ته نږدې کړل تر څو لاسونه ور وتړي، د پاچا ساتونکو په ډېر تعجب ورته وویل پاچا مړ شوی موږ راغلي یو چې تابوت ورته جوړ کړې، د نجار په څېره کې موسکا راغله نو ډېر خوشحاله شو او له خپلې ښځې یې بخښنه وغوښته.

ډېر فکر انسان ستړی کوي، په هر حال کې خپل امید له خدای ج څخه له لاسه مه ورکوئ، توکل په هغه وکړئ د هر څه څښتن هغه دی تقدیرونه د هغه په لاس کې دي نو تل خدای پاک ته تکیه وکړئ.