چهارشنبه , 24 اپریل 2024

نذیر احمدزی: د امنیتي وضعیت تر ښه کېدو زرهي موټرو او مؤقت پلېټونو ته اړتیا لرو

د غیرقانوني وسلې او هم د بې اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو د ګرځېدو پر ضد کمپاین له هماغه لومړۍ ورځې له ځینو مخالفتونو او مقاومت سره مخامخ شو.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی وایي، له غیر مسؤلو کسانو څخه د غیر قانوني وسلې د راټولولو پلوي کوي، خو وایي، دا پلوې یې له‎دغه کمپاینه بشپړ رضایت نه ښیې.

نوموړی وړاندیز لري چې امنیتي سکتور دې د دغه کمپاین د بریالیتوب لپاره د افغانستان د ملي شورا سره په مشورې یو نوی طرزالعمل جوړ کړي.

احمدزی وايي افغان حکومت دې د وروستي کمپاین په اړه له موږ سره سلا وکړي.

ښاغلی احمدزی استدلال کوي چې د ده په ګډون ځینې وکیلان له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي، نو ځکه دوی د امنیتي وضعیت تر ښه کېدو پورې زرهي موټرو، مؤقت پلیټونو او تورو ښیښو ته اړتیا لري.

“دا د دواړو مجلسینو حق دی چې باید هغوی ته کارتونه ورکړل شي. وروسته بیا دا سختي او تلاشۍ شروع کړي، بیا موږ ورسره همکار یو. ځیني کسان لرو چې مشکل لري حتی د ملکونو په سطح باندي، نو باید زما او د یوه عادي وګړي فرق وشي. حکومت دي زموږ امنیت وساتي. موږ اړتیا ورته لرو.”

ښاغلي احمدزي دغه راز زیاته کړه چې دوه میله وسله ورته کافي نه‎ده او باید ډېره وسله له ځانه سره وګرځوي.

د کابل ګارنیزیون د عمومي قوماندانۍ د سې شنبه ورځې «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۱» په ابلاغیه کې راغلي چې هېڅ‎څوک حق نه‎لري په ښار کې زرهي او تورې ښیښې لرونکي موټر وچلوي.

په همدې حال کې د افغانستان د مدني ټولنې مشر عزیز رفیعي په دې باور دی چې د افغانستان هېڅ وګړی له ګواښه لېرې نه‎دی او قانون باید پر ټولو یو ډول عملي شي.

“یو بهرنی وګړی تېر کال د یوه تورو ښیښو لرونکې موټر چې د افغانستان د پارلمان پلیټ یې درلود، د کارته چهار سیمې نه وتښتول شو. نو زه فکر کوم چې د تورو ښیښو لرونو موټرو او وسلو درلودلو په برخه کې هېڅ ډول امتیاز غوښتنه قانوني کیدای نه‎شي.”

د کابل ګارنیزیون د عمومي قوماندانۍ سرپرست تېره ورځ وویل چې په‎دغه ښار کې د غیر قانوني وسلو او هم د بې اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو د ګرځېدو پر ضد کمپاین ښې لاسته راوړنې لري.

جنرال افضل امان تېره شپه رسنیو ته وویل، په‎دغه کمپاین کې لسګونه میله غیر قانوني وسلې یې راټولې کړي او ډېری بې اسنادو موټر یې درولي دي.

تردې وړاندې افغان حکومت د بې اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو او غیرقانوني وسلو د مخنیوي په هدف ورته هڅې کړې وې چې مثبته پایله یې نه‎درلوده.