پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ننګرهارۍ نجونې وایي، د پوهنتون لوستلو خنډ مو ځینې استادان او هلکان دي

که په ننګرهار کې له لوستو نجونو او یا د دوی له کورنیو سره خبرې وکړې نو ډیر زر درته څرګندیږي، چې دلته ګڼ شمیر نجونو پوهنتون، د نارینه محصلانو او یا هم د ځینو استادانو له شره پریښی دی. ځینې خو یې دې وضیعت ته په کتو ګردسره پوهنتون ته تللي نه دي.

په دې ولایت کې هر کال زرګونه نجونو له دولسمو ټولګیو فارغیږي، خو په پوهنتونونو کې د ګوتو په شمیر نجونی لیدلی شئ چې هغوی کې هم ځینې پوهنتون نیمه پریښي او ځینې یې له ګڼو ستونزو سره دوام ورکوي.

په ننګرهار کې یو شمیر د پوهنتون شاملې او له پوهنتون څخه پاتې نجوني وايي، چې د امنیتي او اقتصادي ستونزو سربیره، په لاره او ټولګي کې د هلکانو له لوري يې ځورولو زړه ورخوړین کړی، او ان ځینې خو د پوهنتون پریښودو ته مجبور شوي.

 

د ننګرهار ښځینه ژورنالیستانې په یو ورکشاپ کې

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړي کال محصله شکیلا وايي، چې دا خپله او ددې ملګرې پوهنتون ته په لاره او هم په ټولګي د هلکانو له لوري ځورول کیږي.

شکیلا وايي: «په لاره راته مشکل دی. امنیت خراب دی. هلکان مې ځوروي. په صنف کې هم سم برخورد نه کوي. زړه مې خولې ته راغلی.

د ننګرهار پوهنتون محصل نهضت الله شاهد هم دا مني، چې یو شمیر هلکان نجوني تنګوي.

نوموړی زیاتوي:دا خبره حقیقت ده. هلکان انجوني تنګوي، هغه که په پوهنتون کې وي او کله د پوهنتون څخه بهر!.

خو ښاغلی شاهد دا هم وايي، چې ځینې جینکۍ په لوی لاس داسې حرکات کوي، چې د هلکانو توجه ځان ته را اړوي.

نهضت وايي، چې په ټولکي کې هلکان دومره جرائت نه لري، چې خپلې نجونې ټولګیوالې وځوروي؛ بلکې تر شاه يې یو شمیر استادان دي، چې دوی ته يې دومره جرائت بښلی.
په ننګرهار کې د اریانا ننګرهار د طبي علومو د انسټیټوټ د قابلګۍ ټولګي د وروستي کال محصله ډاکتره بس مینه بیا د نجونو د پوهنتون ستونزې تر ډیره ټولنیز دودونه، افراطیت او د کورنۍ اجازه بولي.

اغلې شمسیه عارف چې تازه يې له ننګرهار پوهنتون څخه د څلور کلنو زده کړو سند تر لاسه کړی، وايي، چې پوهنتون ته د نجونو نه ورتګ او یا هم پوهنتون پریښودل، دغلته د ځینو استادانو لخوا په یو او بله بهانه د انجونو د ځورولو له امله دی.

نوموړې وايي چې زیاتره انجوني د ځینو استادانو له لوري د ازموینو او پرچو ته د نمرو ورکولو پر مهال تر فشار لاندې راوستل کیږي او ځورول کیږي.

عارف وايي: «یو شمیر استادان، ښه خلک نه دي. دوی پردیو خویندو او میندو ته ښه نظر نه لري. جینکۍ په یوه او بله بهانه تنګوي. حتا د جینکو د خبرو وږي هم دي.

عارف د ځينو استادانو نومونه هم یاد کړل، چې تر نورو يې ډير نجوني ځورولې. نوموړې وړاندې وايې، چې زړه يې ډیر ډک دی، خو اوس هم ځینې خبرې نه شي شریکولای.

 

د ننګرهار پوهنتون استاد زمرک ویسا وايي، چې د استاد دنده درس ورکول دي؛ نه د نجونو بیځایه رټل او ځورول. هغه وايي، که استادان داسې کار وکړي، دا یو لوی ظلم دی، چې به ورسره په ټولنه کې د نجونو د تعلیم څخه د پاتې کیدلو ګراف لوړ شي.

نوموړی زیاتوي:لاس کې پینځه ګوتې برابرې نه دي. په ټولنه کې هر ډول خلک شته. دا یو لوی ظلم دی. داسې استادان دې له دندې ګوښه شي، او که محصل وي، باید له پوهنتون وشړل شي.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي مرستیال پوهنیار احمد تسل حضرتي د استادانو له لوري په یوه او بله لاره د انجونو ځورول نه هم مني او نه يې هم ردوي؛ خو ټینګار کوي چې زده کوونکي باید د خپلو حقوقو څخه ګټه پورته کړي. لاړ دې شي، او خپل شکایتونه دې ثبت کړي.

خو د الفلاح پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصل صحت سمسور وايي، چې ځينې نجوني د خپل عفت د ساتلو لپاره خپل غږ نه پورته کوي. دوی همدارنګه نه غواړي چې ددوی له امله يې کورنۍ په کوم جنجال کې راګیره شي.

نجونو دا ادعاووې په ځای ګڼي. هغه وايي: دا چې محصل د خپلو ښځینه همصنفیانو سره څه ډول سلوک کوي، د هغوی د خپلې کورنۍ تربیې نمائندګي کوي. استادان هم همداسې درواخله. د استاد شخصیت د هغه په استادۍ کې رول لري.

استاد ولي زیاتوي، چې پر مضمون د حاکمت او قابلیت تر څنګ د استاد شحصیت هم ډیر اړین دی. هغه وايي، د استادنو په ټاکلو کې باید له وړاندې فکر وشي. د هغوی د استعداد او شخصیت دواړه ازموینې دې واخیستل شي.

 

ښاغلی امید ولي په پوهنتون کې د ننه دا ډول حرکاتو پیښیدل د پوهنتون د ضعیف مدیرت له امله بولي. هغه وايي، که د پوهنتون اداره په دې اړه جدي اووسي، د دا ډول منفي حرکاتو مخه نیول کیدای شي.

لیکوال او ژورنالیست ارشاد رغاند دا د یو بد ټولنیز واقعیت په توګه مني. نوموړی وايي، په پوهنتونونو او له پوهنتونونو څخه د باندې دا ډول چلند د انجونو د پرمختګ مخه نیولې

 

ښاغلی رغاند وايي:په دې برخه کې د قوانینو نه تطبیق یوه عمده ستونزه ده. بله ستونزه اجتماعي شرم دی؛ څوک ډاډه زړه نه ښه کوي چې له دې مواردو څخه شکایت وکړي، که کشفي او استخباراتي برخو کې په دې اړه تدابیر ونیول شي او مستندو شکایتونو ته تشویقي جایزې ومنل شي، کیدای شي د ښځینه وو پروړاندې د بدچلندۍ سطحه کنټرول کړی شي.

رغاند وايي، چې که په دې برخه کې مجرمو کسانو ته دې درنه سزا ورکړل شي، نور به بیا دې کار ته زړه ښه نه کړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکتر محمد ناصر کاموال وايي، چې دوی ته په دې اړه دا ډول کوم شکایت نه دی رسیدلی.، او که نجونې په دې اړه کوم شکایت لري، مستقیم دې خپل څانګې او یا هم د پوهنتون عمومي ادارې ته شکایت وکړي.

د ډاکتر کاموال زیاتوي،موږ په پوهنتون کې د نظم او ډیسپلین کميټه لرو، د محصلانو چارو معاونیت لرو. خویندې دې خپل شکایتونه ثبت کړي. موږ يې په اړه اقدام کوو

نوموړی زیاتوي، که په دا ډول جرمونو کې څوک پړ وبلل شي، له پوهنتون يې خارج او یا هم تبدیلوي.

د ننګرهار د ولایتې شورا وکیله نیلوفر غزیزي وايي، چې دوې ته هم ځینې داسې شکایتونه رسیدلي، چې ځينو نجونو د یو شمیر هلکان او استادان د جینکو د ځوریدو سبب شوي. خو هغه وايي، چې دا ډول پیښو فیصدي ډیره کمه ده او ان له پخوا ډیرې کمې شوې هم دي.

میرمن نیلوفر وايي، چې دا کار د هلکانو او په دې کار د اخته استادانو د شخصیت او تربیې استازیتوب کوي

د ننګرهار ولایت د بشر حقونو مشره میرمن صبرینا حمیدي وايي، چې دوی ته په دې برخه کوم رسمي شکایت نه دی راغلی، او نه هم ددوې د ارزیابۍ ټیم دا ډول کوم شواهد راټول کړي.

میرمن حمیدي وايي، چې د حجاب کولو او نه کولو په اړه چې په پوهنتون کې پرې یو شمیر نجوني مجبورې شوي، دوې ته شکایتونه رسیدلي؛ اما جدي نه دي.

په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په پښتنه ټولنه کې، نجونې د ګڼو ټولنیزو ستونزو او غریت سره

مخ دي. له دې وراخوا ناوړه امنیتي وضعیت، د ځینو هلکانو لخوا نجونو ته ازار ورکول هغه څه دي چې دوی له لوړو زده کړو څه، چې ان يې له ښوونځې هم لرې ساتلي دي.

په ننګرهار کې همدا اوس د هلکانو په نسبت ډيرې کمې نجوني شخصي او دولتي پوهنتونونو کې زده کړې کوي؛ په داسې حال کې چې ګڼ شمیر نجونې د لوړو زده کړو ارمان لري.

یاران .کم