د افغانستان د ملي دفاع وزارت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر خلاف په روانو عملیاتو کې د ۲۸ تنو داعشیانو د وژلو نه خبر ورکړی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په اچین ولسوالۍ کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د یادې شوې ډلې ۶ پټنځایونه له منځه یوړل شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې جنګي چورلکو په اچین کې د داعش په پټنځایونو درانده هوايي بریدونه وکړل چې په پایله کې لږ تر لږه ۲۸ تنه داعشیان ووژل شول.
د یادولو وړ ده چې د امریکا لخوا په اچین ولسوالۍ کې په داعش تر تولو د لوی او زورور بم د کارولو نه وروسته پيل شوي عملیات دوام لري.
افغان ځواکونو وړمه ورځ د هغه سیمې نه لیدنه وکړه چې د امریکا لخوا پرې د بمونو د مور بم ګوزار شوی دی.