ننګرهار کې يوهټيوال دوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهارد والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایي ددې ولايت خوږياڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې دوو وسله والو طالبانو غوښتل، چې يو هټيوال وتښتوي؛ خو مخکې له دې، چې مخالفين موخې ته ورسيږي هټیوال پرې بريد کړی يو وسله وال طالب يې وژلی او بل په تېښته بريالی شوی.

له دغه پېښې وروسته پولیس سيمې ته رسيدلی، چې د وسله وال طالب وسله يې ترلاسه کړې او د هغه جسد يې نږدې کلينيک ته لېږدولی.

بل لور ته تېره شپه بټي کوټ ولسوالۍ کې داعش ډلې د وسله والو طالبانو دوه قومندانان وژلي دي.

فقیر محمد فقیرزی