ننگرهارکې د کوټې چت لوېدو پېښه کې ۶ تنه وژل شوي او۴نور ټپیان دي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې د سره رورد ولسوالۍ اړوند شیخ مصري ښارګوټي کې د یو کور چت لویدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه ووژل شو او ۴ تنه نور ټپیان شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چې چت تیره شپه هغه مهال لویدلی، کله چې د کورنۍ ټول غړي ویده وه.

په قربانیانو کې دوه میرمنې او دوه کوچنیان هم شامل دي.

قرباني شوې کورنۍ یوه له هغه زرګونو کورنیو څخه وه، چې تازه له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راستانه شوي وه.

تیره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې رویټرز ته ویلي وه، چې د افغانستان کابو دریمه برخه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري،چې دا اړتیاوې د تیر کال په نسبت ۱۳ سلنه زیاتې شوې ده.