نواز شریف د پاکستان سترې محکمې ته د عدالت غوښتنې عریضه کړې

د پاکستان پخواني صدراعظم، له واک څخه د ده د لېرې کېدو په اړه د شوې پرېکړې پر ضد د دغه هېواد سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

د پاکستان د چاپېریال ساتنې وزیر مشاهدالله خان چې د نواز شریف د ګوند غړی هم تیره ورځ وویل، محکمې ته د پخواني صدراعظم د مدافع وکیلانو له خوا د عدالت غوښتنې عریضه سپارل شوې ده .

روېټرز خبري اژانس د «مسلم لیګ » د یو بل غړي، جان اڅکزي له خولې ویلي:

“دا زموږ حق دی چې د محکمې پر پرېکړه د بیا غور غوښتنه وکړو.”

د ۶۷ کلن نواز شریف د کورنۍ د نا اعلان شوې پانګې په اړه تر څېړنو وروسته، همدې محکمې د جولای په ۲۸مه نوموړی بې صلاحیته کړ او د ده د کورنۍ د پانګې په اړه یې د څېړنو امر ورکړ.

نواز شریف د محکمې تر پرېکړې وروسته استعفا وکړه، خو د ځان په اړه یې د محکمې پرېکړه غیرې عادلانه بللې ده.