که ماشومان لرئ، حتما به مو تجربه کړې وي چې د اولادونو جامې مو له یوې میاشتې دویمې ته نه پاتې کېږي، ځکه هغوی ژر لويېږي او جامې یې همداسې وړې پاتې وي.
خو اوس په دې اړه فکر مه کوئ، ځکه د لندن یوې کمپنۍ پیټټ داسې جامې جوړې کړې چې له ماشومانو سره سمې لويېږي او تر دوو کلونو به د جامو له اخیستو له اخيستو خلاص ياست.
پیټټ کمپنۍ وايي، دا جامې له پیدايښته، تر دوو کلونو پورې د ماشومانو لهپاره کار کوي او داسې به ښکاري لکه بېخې چې یې د همدې ماشوم لهپاره ګنډلې اوسي.
کمپنۍ ویلي، په جامو کې یې داسې مواد کارولي چې کشېږي او هر ډول وجود ته ځان برابروي او تر ډېره یې پهکې له طبیعي موادو ګټه پورته کړې ده.
بس ورځې شمارئ چې په خیر تر افغانستانه را ورسېږي او بيا موږ او ستاسې پهکې مزې وکړو.
سرخط ورځپاڼه