پنجشنبه , 28 مارچ 2024

نوی کال

لیکنه: پوهنیار سېد اصغر هاشمي

کال نوی شي، څلورفصلونه یو د بل پسې تېرشي. د هر فصل اغاز د ورپسې فصل انجام او د هر فصل انجام د بل فصل اغاز شي.

په نړۍ کې ډېر شیان پیدایښت، ځواني او مرګ لري چې په حقیقت کې د اکثرو شیانو د ځوانۍ وخت د نوي والي دور وي.

انسان چې ځوان شي خارجي ښکلا یې څو مرتبې له کوچنیوالي زیاته شي، په قد، قواره، سترګو، پوستکي، هډوکو او د بدن په داسې نورو برخوکې یې تغیرات راځي. هرڅه یې نوي شي، ځوان شي او ښکلي شي.

د پرمختګ لپاره، انسانیت لپاره، سړیتوب لپاره او بلاخره دنیوي ژوند ښه تېرولو لپاره او د عقبی ژوند لاس ته راوړلو لپاره، د یو انسان له خارجي جوړښته داخلي جوړښت اساسي اصل جوړوي.

که هرڅه موښکلي وي خو داخلي توکي مو بدرنګه وي، دا د دې معنا لري چې هندواڼه دې له بیرونه زړه راښکوونکې وي خو داخل دې ګنده وي، د داسې انسانانو مثال د هغو بتانوپه شان دی چې له سرو زرو جوړ وي خو روح به نه لري.

د انسان داخلي جوړښت توکي په شخصیت جوړولو، ځان جوړولو، انسان جوړولو او ټولنې په جوړښت کې اساسي نقش لري. په انسان کې باید د احساساتو ښکلا، د عواطفو ریښتینوالی، د فکرځواني او نوی والی، د ښه اخلاقو درلودل او داسې نورې ځانګړنې موجودې وي.

که کلونه نوي شي، وخت او زمان په دوران کې وي، د ځواني پړاوونه په تېریدلو وي، په انسان هم د ځوانۍ مرحله راشي او تېره شي، په قد، قواره او د بدن نورې برخې په ځوانۍ راشي خو فکر مو زوړ وي، احساسات مو مړه وي، عواطف مو د انسان نه وي، اخلاق مو د مسلمان نه وي، سړیتوب مو د ښه سړي نه وي نو د داسې کلونو راتلل، تېريدل څه معنا لري. هغه انسان چې د ځوانۍ له مرحلې استفاده نه کوي، هرڅه یې نوي او ځوان شي خو فکر او عقل یې زوړ وي، په اصل کې داسې ځواني بې معنا ده.

په نړۍ کې هغه ټولنې پرمختګ کوي چې فکر، پوهه او علم یې نوی او د کار وي.

په هرنوي کال کې د پسرلي فصل په راتګ سره ډېر نباتات د انسانانو لپاره د خدمت سبب ګرځي، میوه دارې ونې میوې نیسي، بې میوې ونې شنې شي او د فضاپه پاکوالي کې کومک کوي، دشتي زرغونې شي، د حیواناتو لپاره څړځایونه پيدا شي، یعنې د کال د نوي والي سره نوی کال او د پسرلي موسم خپل ځواني او نوی والی ثابتوي خو ځینې داسې انسانان شته چې کلونه کلونه پرې تېریږي، په فزیکي لحاظ پکې توپیرونه لیدل کېږي خوپه معنوي لحاظ لا زاړه انسانان وي او د ځوانۍ په درشل یې پښې نه وي ایښي.

د هر نوي کال په راتګ سره باید زموږ هرڅه نوي او ځوان شي، فزیکي او معنوي لويوالی مو باید یو له بله سره رابطه ولري. د قد جګوالي سره مو باید فکرونه هم لوړ لوړ پروازونه وکړي. د قوارې د ښکلاسره باید اخلاق هم ښکلي شي. د ځوانۍ په راتګ سره باید هر څه په نوي والي راشي. نوی کال باید له ځانه سره نوي پيغامونه ولري.

نوی کال دې د هغومبارک شي چې هرڅه یې ورځ تر بلې نوي کېږي او د ځان او تولنې لپاره هراړخیز خدمتونه کوي