نوې ټاکنې او نوې پرېکړې ونیسئ

ژباړن : احمدضيأ فضلي

د یوه ملګري او همکار ټاکنه په همدې کچه یا هم له دې ډېر کولای شي ستاسو په خوښیو او خوشحالیو مستقیمه اغېزه وکړي. که د خپلو اوسنیو څیزونو څخه د خوشحالۍ احساس نه کوئ، نو دا دنده لری، چې په چټکۍ سره د هغه په بدلون او اصلاح باندې لاس پورې کړئ.

په ټوله کې تاسې د یو رئیس په توګه د خپل ځاني پرمختګ، ښوونې او روزنې مسؤل یاستئ.

دغه تاسې یاست، چې باید خپل استعدادونه، تکړه توبونه، وړتیاوې او په ټوله کې خپلې هغه ذاتي وړتیاوړې او انرژۍ په کار واچوئ او هغه څه ته، چې په میاشتو میاشتو او کلونو کلونو په تمه وئ په ښه او منظمه توګه یې په لاس راوړئ.

نو وینی، چې دنده لرئ د امکان تر کچې د خپلو تکړه توبونو د ودې او پرمخ بیولو لپاره وخت او سرمایه ولګوئ. هېڅوک دغه کار او کړنه تاسو ته نه تر سره کوي.

نه بدلېدونکی حقیقت دغه دی، چې هېڅوک ستاسو څخه پرته تاسو ته پاملرنه نه شي کولای. هغه تاسو یاستئ، چې کولای شی په هره برخه کې مو ځان ته پاملرنه وکړئ.

د یوه ښه ملګري او دوست ټاکل ستاسو په لاس کې دي، د یوې ښې پرېکړې نیول هم ستاسو په لاس کې دي، نو هڅه وکړئ د ځان لپاره ښه ملګری او ښې مثتبې پرېکړې ونیسئ، چې د ژوند په هره برخه کې مو مثبته ونډه واخلي او تل مو موسکا او خوشحالي په برخه وي، چې همدا خوشحالي او موسکا ستاسو لپاره په هر ډګر کې یو لوی ملاتړ جوړېدلای شي.