چهارشنبه , 24 اپریل 2024

نوې ژبه څنګه زده کړئ؟ له ژباړونکو ۷ لارښونې

لیکواله: کریسټین اپارټا

ژباړه: هېواد

له یو څخه پر زیاتو ژبو پوهیدل نه یوازې دا چې ټولنیزې ګټې لري بلکې څیړنو ثابته کړې چې په ډیرو ژبو پوهیدل ستاسو ذهن هم پیاوړی کوي. خو هغه کومې لارې دي چې تاسو پرې نوې ژبې په اسانۍ زده کولی شئ؟

د تیډ په نوم د معلوماتو د شریکولو شبکې د پرانیستې ژباړې په پروژه کې د نویو ژبو د زده کړې په برخه کې دا ۷ لارښوونې موثرې بللي دي.

1- د ژبې په اړه ریښتیني اوسئ.

د نوې ژبې د زده کړې په برخه کې د ځان لپاره ساده او داسې هدفونه وټاکئ چې ريښتینې وي یعنې تر لاسه کول یې ممکن وي.

جرمنی ژباړن جودیت متځ وړاندیز کوي ” په پیل کې د یوې ژبې پنځوس لغتونه رواخلئ او پر خلکو یې کارول پیل کړئ ، وروسته ګرامر پسې شئ .“

2- د نوې ژبې زده کړې د ژوند بڼې له بدلون سره یو ځای کړئ.

ایلیزابیت بوفارډ له ۲۷ کلونو راهیسې د انګریزي ژبې ښوونکې ده. دا وايي” پرلپسې کار ( پیګیري) هغه څه دي چې د ژبې بریالي زده کوونکي له نورو بېلوي. د نوې ژبې زده کړه داسې یو عادت وګرځوئ چې که ستړي یئ، ناروغ یئ او یا په لیونۍ توګه مینه کې ډوب یئ؛ د ژبې د زده کړئ عادت مو هېر نه شي. “

3- ځان له نوې ژبې سره مخ کړئ.

هر څومره چې په ورځني ژوند کې مو نوې ژبه ډیره داخله کړئ هومره ډیره مو په ذهن کې پر ارزښتمن او داسې څه بدلیږي چې د یاد ساتلو وړ وي.

روسي ژباړونکې اولګا ډیمیټريشینکوا وايي” له هر فرصت څخه له نوې ژبې سره د مخامخ کیدو لپاره ګټه واخلئ. د بیلګې په توګه تاسو کولی شئ د خپل کور په وسایلو د هماغې ژبې لېبلونه ولګوئ چې زده کوئ یې. د هغې ژبې د ماشومانو کتابونه ولولئ. د هغې ژبې تلویزوني خپرونې وګورئ، یو ټیوب کې یې ویډیوګانې وګورئ او که ممکنه یې وي په هغې ژبې راډیويي خپرونې واورئ. “

4- پریږدئ چې ټیکنالوژي درسره مرسته وکړي.

اولګا ډیمیټريشینکوا په دې اړه یو ښه نظر لري. هغه وايي، د خپل موبایل ژبه هماغې ژبې ته چې زده کوئ یې بدله کړئ. دا کار به مو ستونزو سره مخ کړي خو کمه موده کې به مو ډیرې نوې کلمې زده شي.

همداسې د اینټرنیټ د براوسر ژبه مو نوې ژبې ته بدله کړئ . همدارنګه پر دې سربیره انلاین د نوې ژبې د زده کړې لپاره نور هم ډیر ښه فرصتونه او سهولتونه موندلی شئ.

د ژبو د زده کړې ویډیوګانې، د موبایل اپلیکشنونه او نور شته چې که یې پرلپسې وکاروئ یوه نوې ژبه ډیر زر او په اسانۍ زده کولی شئ.

ډنمارکي ژباړن ایلس ډي کیسر د نوې ژبو په زده کړې د ګرامري بهترۍ لپاره د ډولینګو ویب پاڼې یا اپلیګشن سپارښتنه کوي.

5- د ژبې زده کړه د نویو تجربو د دروازې په توګه وګڼئ.

هسپانوي ژباړن سیباسټاین بیټي ته د نوې ژبې زده کړې همیشه پر هغو نویو تجربو تمرکز و چې ښايي نوې ژبه یې ورته راوړي. دا چې د نوې ژبې په سندرو به پوه شي. د هغې ژبې ولسي شعرونه به زده کړي. په پارک کې به د نوې ژبې له ویونکو سره د زړه خواله وکړئ شي، او که فرانسوي زده کړي نو د پاریس په کوڅو کې به ځان ورته ډاډه او بلد ښکاري.

په بله ژبه، نوموړې د هغو ساعتیریو او تفریحي مواردو په اړه فکر کاوه چې د نوې ژبې زده کړه به یې ورته ډالۍ کړي.

له تفریحي شیانو د ژبې زده کړه اسانه ده. د بېلګې په توګه ایټالیوي او فرانسوي ژباړنې انا مېنولي، انګلیسي داسې زده کړه چې د خپلې خوښې هغه انګلیسي فلمونه یې کتل چې ددې پر ژبه ډوبله شوي یا ترجمه شوي نه وو. کروشیايي ژباړن ایوان ستامینکویڅ وايي، د کارټون نیټورک په نوم د انګلیسي کارتوني خپرونو د شبکې سیریالونه یې کتل او په پنځم ټولګي کې و چې ناڅاپه یې پام یې شو انګیسي یې زده شوې ده.

نو بل وخت مو چې د کوم څه په اړه معلومات پکار و هڅه وکړئ پر هغې ژبې یې پیدا کړئ چې زده کوئ یې.

6- نوې ملګري پیدا کړئ.

تعامل او راشه درشه د نوې ژبې د زده کړې کیلې ده. دا به تاسو ته زده کړي چې څنګه خپل افکار په عملي ډول بیان کړئ. او له دې به مو وساتي چې هره جمله لومړی ذهن کې ترجمه او بیا یې په نوې ژبه ووایئ.

ځان ته نژدې دې هغې ژبې اصلي ویونکي پیدا کړئ چې زده کوئ یې. دا کار اوس د انیټرنیټ په زمانه کې اسانه ځکه دی چې تاسو کولی شئ د ټولینزو شبکو او انلاین فورمونو له لارې د ژبې له اصلي ویونکي سره اړیکې وپالئ .

7- له تیروتنو مه ویریږئ.

پر نوې ژبې د خبرو کولو په وړاندې یو عام خنډ له تیروتنو ویره ده. خو د ژبو اصلي ویونکي لکه میندې پلرونه چې ماشومانو ته له ژبنۍ تیروتنو تیریږي، ستاسو د تیروتنو په وړاندې هم همداسې دي بلکې د هغوی پر ژبه د خبرو هر ډول ماته ګوډه هڅه مو ستايي، تقدیروي یې او ښه چلن کوي. که اړتیا شوه په موسکا، موسکا مرسته هم درسره کوي.

که د خپلې ژبې په اړه بیا هم ویریږئ نو له ځوانانو سره خبرې وکړئ. هر څومره چې ډیرې خبرې وکړئ هومره مو په نوې ژبه کې رواني زیاتیږي او لهجه مو کمیږي.