هالبرت وايي، پاکستان د نړۍ لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دې

د امریکا د استخباراتي ادارې یا (CIA) یوه پخواني کارکوونکي ویلي، په پاکستان کې روانو حالاتو ته پام ویلی شو چي دغه هېواد د نړۍ لپاره تر ټولو خطرناک هېوا دې.

د سي. ای. آې دغه پخواني کارکوونکې کوین هالبرت چي پاکستان ته یې هم سفرونه کړي دي وايي، په پاکستان کي وسله والې ډلې ورځ تر بلې خپل فعالیتونه پراخوي، ترهګر روزل کيږي، اټومي وسلې یې امن نه دي، اقتصاد یې مخ پر ځوړ دی، نفوس یې ورځ تر بلې له کنټروله وځي او دغه هېواد له سلګونو نورو ستونزو سره لاس او ګریوان دې.

هغه ویلي پاکستان داسې یوه ستر بانک ته ورته دی چي د ماتې لور ته روان دی او دغه ماتې کولی شي ټولې نړۍ ته ګواښونه او خطرونه جوړ کړي.

د سي. آی. اې دغه پخواني کارکوونکي پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی چي په پاکستان کي دې وضعیت کنټرول کړي، د ترهګرو مرکزونه دې له منځه یوسي او په دغه هېواد کي شته فساد ته دې د پای ټکی کيږدي.

ده ویلي نړیوال بانک هر کال میلیونونه ډالر له پاکستان سره مرسته کوي څو دغه هېواد له ماتې وژغورل شي خو پاکستاني مشران په پراخو فسادونو کي راګير دي او ددغه هېواد وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دې.