هره لیکنه شهکار مه ګڼئ!

ژباړنه: نازو کمال

د فرانسې نامتو  کیسه لیکونکي موپسان چې کله کیسه لیکل پیل کړل د خپل کوم خپلوان په مرسته یې د وخت لهمشهور داستان لیکونکي فلوبیر سره وپېژندل.

فلوبیربه خپلې  کوټه کې د بخارۍ تر څنګه ناست و، موپسان ته یې وویل: چې خپله لنډه کیسه ورته ولولي، موپسان خپله لنډه کیسه ولوسته، فلوبیر د کیسې له اورېدو وروسته هغه پاڼه چې کیسه پکې لیکل شوې وه له موپسان څخه واخیسته او اور ته یې واچوله، ورته ويې ویل:

سباته بله کیسه ولیکه او رایې وړه. بله ورځ یې بله کیسه فلوبیر ته واوروله، فلوبیر کیسه ترې واخیسته بیا یې اور ته واچوله، همداسې دېرش ورځې پرله پسې فلوبیر د موپسان کیسې اورېدلې او بخارۍ ته یې اچولې.

یوه میاشت وروسته فلوبیر موپسان ته وویل!

زما کور ته چې کله راځې د کوڅې په یوه کونج کې یوه سوالګره ناسته ده تا به لیدلې وي پرهغې لنډه کیسه ولیکه او رایې وړه، بله ورځ موپسان پرسوالګرې کیسه ولیکله او فلوبیر هغه واورېده له ده یې واخیسته، یوه نوټ سره یې د وخت معتبرې ورځپاڼې ته ولېږله، د کیسې له خپرېدو سره موپسان ډېر شهرت حاصل کړ، او د نامتو پنځوونکي په توګه وپېژندل شو.

کله چې فلوبیر ناروغ شو، د ژوند وروستی وخت یې و، موپسان یې لیدو ته ورغی، فلوبېرهماغه د ناستې کوټه کې د بخارۍ ترڅنګه کټ کې پروت و، موپسان د خبرو پر مهال غلې غلې بخارۍ ته کتل د فلوبیر پام ور واوښت او ترې و یې پوښتل؛ ته هره شېبه په دې بخارۍ کې څه ګورې؟

موپسان وویل! ( خدای خبر په دې بخارۍ کې د فرانسې د نامتو لیکوال څومره پنځوونې سوځېدلې او خاورې ایرې شوې دي).

فلوبیر پورته شو، ځای کې کېناست، په غوسه یې وویل، موپسانه! دا مه هېروه که دا بخارۍ نه وای، ته به اوس د فرانسې دومره نامتو لیکوال او پنځوونکی نه وې. د قلم خاوندان په تېره بیا نوي لیکوالان دې دې ته فکر وکړي چې دوی خپله هره لیکنه شهکار ګڼي، او که پر دوی کره کتنه وشي نه یوازې دا چې غوسه کېږي بلکې کره کتوونکو ته بدې ردې هم وایي په داسې حال کې چې د کره کتوونکو هدف بد ویل نه، د دوی د لیکنو نیمګرتیاوې په ګوته کول دي. د دوی لیکنې کره کوي چې په راتلونکي کې د خپلو لیکنو نیمګړتیاوو ته ځير او  تېرې تېروتنې سمې کړي. نو هېڅکله دې یو لیکوال خپله ليکه شهکار نه ګڼي او څومره يې چې پر لیکنه نقد وشي هومره به خپلو تېروتنو ته ځير کېږي او ليکوالي به یې د پخوالي پړاوونه وهي.