چهارشنبه , 24 اپریل 2024

هغه درې شیان چې په شخصیت جوړونه کې اساسي رول لري

لیکنه : صدیق الله حسن

۱-وراثت ۲- محیط یا چاپیریال ۳ تعلیم او تربیه

۱- وراثت: یعنې هغه جینونه او کروموزومونه چې یو ماشوم له خپل پلار او مور اخستي د وراثت په دوران کې، د یو ماشوم په ظاهري جوړښت، فرهنګ، چاغوالي ،ډنګروالي ،لوړوالي، ټیټ والي او همدارنګه په قیافه یی او په څهره د ماشوم زیات تأثیر کوي .

حتی دغه کروموزومونه د انسان په رواني حالت زیات تأثیر کوي مثلا، هغه پلار چې ظاهري قواره یی قوي، رواني حالت یی شه وي د هغه ماشوم به هم قوي او رواني حالت یا اعصاب به یی ډیر فعال وي.

او هغه پلار چې اعصبی سیستم خراب وي او ظاهره هم ضعیف شکاري نو دا امکان زیات دی چې ددغه پلار ماشوم هم ضعیف او هم یی رواني او اعصبي حالت خراب وي.

یعنی مونږ ویلی شو چې زمونږ فزیکي او رواني خاصیتونه د وراثت تابع دي.

۲ – محیط: ټول هغه شیان چی د انسان په شا خوا کې دي او پر دغه انسان تأثیر کوي محیط بلل کیږي.

مثلا، فزیکی محیط لکه آب او هوا باد باران …

یا اجتماعي محیط لکه رواجونه او د خلکو فرهنک.

یو ماشوم چي کله دنیا ته سترګې راخلاصې کړي د محیط یا چاپیریال تر تأثیر لاندې خپله زندګي پیلوي.

وروسته دغه ماشوم هغه سه زده کوي چې وینی یی نو ماشوم د دغه شیانو سره ځان عیاروی چی وینی یی.

اول د خپلی کورنی څخه ماشوم زیات متأثره کیږي مثلا،

مثلا هغه اعمال چی ماشوم یی ویني زده کوي یی د خپل پلار او مور سخه زیات

شیان زده کوي اوزیات توجه او علاقه یی د مور او پلار سره وي نو که مور او پلار ښه اعمال کول ماشوم ښه اعمال زده کوي او بیا خپله عمل پري کوي او که یی بد اعمال کول نو ماشوم بد اعمال زده کوي او بیا یی عادت کیږی نو د عادت هیرول ډیر سخت کار دی.

خلاصه دا چې یو ماشوم په کوم چاپیریال کې اوسی لکه کورنی او ټولنه نو مستقیما یی تر تأثیر لاندې راځي او بیا هماغه اعمال کوي چی دغه ځایونو کې یی زده کړي دي.

۳ – تعلیم او تربیه :

تعلیم او تربیه بیا د ارثی او چاپیریالي تأثیراتو نتیجه د شخص د رشد او تکامل په هدف تنظیم او رهبري کوي.