پنجشنبه , 25 اپریل 2024

هغه سپین سري بوره مور او هغه کونډه ناوې!

څوک پر ملا ټیټ شو و سجدې ته ځي تکبیر وايي

د چا لاسونه و ماشې ته ځي تکبیر واي

ربه ستا نوم که دهغه او که دده په خوله دی

دواړه دا ستا و دروازی ته ځي تکبیر وايي

هغه پرون چي یو شهید شو او بل هم شهید شو

اولس ددواړو جنازي ته ځي تکبیر وايي

پردي کافر دې په اور وسوځي پروا مو نشته

دا خو د ورور مقابلې ته ځي تکبیر وایي

د مسلمان بچیانو خپله سره وخوړله

میندي ددواړو هدیرې ته ځي تکبیر وايي

هغه سپین سري بوره مور او هغه کونډه ناوي

ورځ يې پر قبر وي او شپې ته ځي تکبیر وايي

بیله نصرته د الله د خلاصون لاره نشته

(عمري) هره ورځ توبی ته ځي تکبیر وايی