هغه ماشومان چې لږ خوب کوي د شکر په ناروغۍ د اخته کیدو چانس یې زیات وي

پروفیسور کریسټوفر جی اوون، چې د لندن په پوهنتون کې تحقیق کوي، وویل: « زموږ څېړنې په ډاګه کوي، چې د لس کلنو ماشومانو لپاره لس ساعته خوب ته اړتیا ده، که لس کلن ماشوم د لسو ساعتو څخه کم خوب وکړې، په بدن کې یي د ګلوکوز او شحمي ژونکو(حجراتو) کچه لوړیږي او همدارنګه د انسولینو په مقابل کې مقاومت پیدا کیږي، چې د ماشوم د چاغیدو یا د شحمي حجراتو د زیاتیدو لامل ګرځي. په دې ډول د ماشوم په شکر ناروغۍ د اخته کیدو چانس او احتمال زیاتیږي. د شکر د ناروغۍ د مخنوي لپاره ماشومان باید لږ تر لږه لس ساعته خوب وکړي.»