پنجشنبه , 25 اپریل 2024

هغه ورانونکې جملې چې د ماشومانو په ذهن باندې بده اغېزه ښندي

ژباړه : عطا محمد میاخېل

که چېرې ماشوم لرئ، نو له هغه سره د خبرو کولو پرمهال، د هغو جملو له ویلو څخه په کلکه ډډه وکړئ، کومې چې د دې لیکنې په دوام کې مو د تاسو له پاره راوړي دي، دا جملې به نه یوازې ستاسو د ماشوم ناسم چلند ته بدلون ورنه کړي، بلکې د هغه په ذهن باندې منفي اغېزه وښندي، چې ښایي هېڅکله د جبران وړ نه وي . د لیکنې په دوام کې به له دې ورانونکو جملو سره آشنا شئ .

همدا اوس دې ژړا پای ته ورسوه :

تاسو باید ماشومانو ته ژړا کول یا د احساساتو څرګندول ورزده کړئ، که چېرې هغه اوس خپله اندېښنه او غوسه پټه کړي، نو په راتلونکی کې به یو منزوي او خواشینی فرد ترې جوړ شي . ماشومان باید زده کړي، چې د خوښي، غم او غوسې څرګندول تېروتنه نه ده، لکه څنګه چې تاسو لویانو ته نه وایئ، چې مه ژاړه، ماشومانو ته هم باید ونه وایئ، چې مه ژاړه .

ما ستا له پاره هر څه کړي دي :

کله چې له خپلو ماشومانو سره بحث کوئ، نو د دې جملې له ویلو څخه، چې تاسو د هغه له پاره هر څه کړی دي، په کله ډډه وکړئ، ستاسو ماشوم د دې جملې په اورېدو له ځان سره فکر کوي، که چېرې پلار او مور مې زما له پاره هر څه کړي دي، نو زه ولې باید له هغوی څخه خپه شم ؟  هرومرو ستونزه په ما کې ده، په داسې شرایطو کې به هغه هېڅکله له تاسو سره خپله د زړه خبره، غم او غوسه شریکه نه کړي .

ته دا ځل بریالی شوې، خو ولې تل نه شې کولای :

ستاسو لومړۍ جمله مثبته او ستایونکې بڼه لري، خو دا چې وروسته له هغې د (خو) له کلمې څخه ګټه اخلئ، نو ټولې مثبتې اغېزې له منځه وړئ، په حقیقت کې، په دویمه جمله کې تاسو خپله ګیله او شکایت څرګندوئ او همدا جمله ده، چې ستاسو په ماشومانو باندې خپله منفي اغېزه ښندي او پر خپل نفس باندې د اعتماد د کمښت سبب یې ګرځي .

ته ما غوسه کوې :

د زغم لرونکو والدینو یوه تر ټولو مهمه دنده ده . ښایي ماشومان ډېر کارونه وکړي، چې ستاسو د خواشینۍ او خپګان سبب شي، خو دا تاسو یاستئ، چې باید خپله آرامتیا وساتئ. تاسو د ماشومانو له پاره بېلګه یاستئ یا په بل عبارت په راتلونکې کې، هغوی د ستاسو له چلندونو څخه تقلید کوي، په دې اساس خپله آرامتیا وساتئ، ترڅو وروسته چې هوسا شئ، نو له خپل هغه چلند څخه پښېمانه نه شئ، کوم چې له خپل ماشوم سره مو کړی دی .

هغه مه خوره، چې چاغېږې :

کله چې غواړئ، خپل ماشوم ته ور زده کړئ، چې سم او سالم خواړه وخوري، نو غوره ده، چې د چاغېدو پرځای د بل دلیل په مرسته نوموړی د هغو خوړو له خوړلو څخه منع کړئ . د بېلګې په توګه : د سمو او سالمو خوړو له خوند او ګټو څخه خبرې وکړئ . د ماشوم په وزن باندې تمرکز یوازې د هغه اندېښنه زیاتوي او پر خپل نفس باندې یې د اعتماد د کمښت سبب ګرځي .

آرامه اوسه :

ښه که چېرې ماشوم د ځان د آرامولو په چل پوه وای، نو هرومرو یې دا کار ترسره کاوه، د دې پرځای، چې یاده جمله څو څو ځله په لوړ غږ تکرار کړئ، نو د هغه آرامه کولو له پاره د لارو چارو د پیدا کولو په فکر کې شئ .

دا ستونزه دومره هم ستره نه ده، چې ته فکر کوې :

ښایي د اولادونو ستونزه ستاسو له پاره کوچنۍ او بې ارزښته وي، خو د لیل نه لري، چې د ماشومانو له پاره دې هم بې ارزښته وي، نو له دې امله تاسو نباید هغه د خپلو اندېښنو له پاره ورټئ، دا لاره له هغه سره هېڅ مرسته نه شي کولای، نو غوره ده، د دې پرځای چې د هغه ستونزه تر پوښتنې راولئ، د هغه د اندېښنو او خواشینیو د له منځه وړلو له پاره لارې چارې ولټوئ .

ډېر لټ یې :

ماشومان په هېڅ وجه لټ نه دي، بلکې د هغه څه د سم ترسره کېدو په څرنګوالي باندې نه پوهېږي، کوم چې تاسو یې ترې غواړئ، که چېرې تاسو خپل ماشوم ته ووایاست، چې لټ یې، نو په حقیقت کې له هغه څخه مو په خپل ځان باندې باور اخیستی دی . آیا تاسو هم که چېرې د کوم کار له پاره انګېزه ونه لرئ، ګام پورته کوئ ؟

د هلکانو په څېر چلند مه کوه :

تاسو نباید له خپلو اولادونو څخه دا تمه ولرئ، چې د لویانو په څېر چلند وکړي، پرته له دې د ماشوم نوم به یې نه پرې ایښوده . که چېرې ماشوم مو له تمې لرې او له ځانه ماشومانه چلند څرګند کړ، نو د هغه شاو خوا شرایطو ته وګورئ او لامل یې پیدا کړئ .  د رټلو پرځای یې احساساتو ته غوږ ونیسئ .

څو ځله یې درته تکرار کړم ؟ :

که چېرې دې پړاو ته رسېدلي یاستئ، چې باید  خپل زوی ته یوه خبره ۱۰۰ ځله تکرار کړئ، په پای کې هېڅ پایله مو نه ده ترلاسه کړې، نو غوره ده، چې له خپل ماشوم سره په خپل چلند باندې له سره کتنه وکړئ . پټکې کول هېڅ مثبت ځواب نه ورکوي، نو د یوې جملې د تکرار پر ځای، هڅه وکړئ، چې د نورو پوښتنو په مرسته خبرو ته د ماشوم د غوږ نه نیولو ریښه پیدا کړئ .

زه دې ناهیلی کړم :

والدین معمولاً دا جمله د ماشومانو د خواشینۍ پرمهال له خپلې خولې څخه بهر کوي، چې نه یوازې ګټه نه لري، بلکې د ماشوم خواشیني لا پسې ډېروي . هغه په دې دلیل، چې تاسو له هغه څخه ناهیلي شوي یاست، ډېره زیاته اندېښنه کوي، نو له دې امله، ځانته په نه پاملرنې سره، غوره ده، چې د هغه د اندېښنې او خواشینۍ د لامل د لرې کولو په فکر کې واوسئ .

زه دې له چلند څخه کرکه لرم :

د دې جملې په ویلو سره، هغه څه چې ستاسو ماشوم یې اوري د ( کرکه لرم ) کلمه ده . په حقیقت کې کله چې دا کلمه ستاسو له خولې څخه اورېدل کېږي، هغه ټولې نا اورېدلې نیسي او یوازې د هغې کرکې په اړه فکر کوي، کومه چې تاسو یې له هغه څخه لرئ، چې د هغه په روحیه باندې به بده اغېزه وکړي، نو له دې کبله د خبرو کولو پرمهال هغو کلمو ته ډېر پام وکړئ، کومې چې له خپلې څخه یې را بهر کوئ .

دا کار مه کوه :

له بده مرغه دا هغه جمله ده، چې په وار وار د والدینو له خولې څخه اورېدل کېږي، چې هېڅ مثبته اغېزه نه لري، د یادې جملې د ویلو پرځای، غوره ده، چې خپل ماشوم ته سمه لاره ور وښایئ . د بېلګې په توګه : که چېرې هغه خپله کوچنۍ خور ووهله، نو د هغه لاس ونیسئ او د خور پر سر یې را تېر کړئ او ورته ووایئ، چې په لاس سره ښکلی کار هم ترسره کېدای شي .