هندوستان انګلینډ ته په ۳ ویکټو ماته ورکړه

د هندوستان او انگلینډ تر منځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې هندوستان د انگلینډ لوبډلې ته په ۳ وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه هندوستان وګټله او انگلینډ ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. انگلینډ د یو شمېر لوبغاړو غوره توپ وهنې سره ستر هدف په ټاکلو بریالی شو.

انگلینډ په ټاکلو شوو پنځوس اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د رای، روټ او سټوکس غوره توپ وهنې سره ۳۵۰ منډې جوړې کړې.

روټ په ۹۵ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۸، رای په ۶۱ توپونو د دولسو څلوریزو په مرسته ۷۳ او سټوکس په ۴۰ توپونو د دوو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

د هندوستان لوبډلې لپاره پانډیا او بومراه دوه دوه وېکېټې او یادف او جدېجا یوه یوه وېکېټه واخیسته. جدېجا خپل ۱۰ اورونو کې ۵۰ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکونکی توپ اچونکی و.

په ځوابي توپ وهنې کې هندوستان د لوبې په پیل کې څو چټکې وېکېټې له لاسه ورکړې او لوبه د انگلینډ په ګټه روانه وه خو د وېراټ کولي او جادف پیاوړې توپ وهنه او غوره ملګرتیا دغه لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسوله.

هندوستان په ۴۸.۱ اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د وېراټ کولي، جادف او پانډیا غوره او پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۵۶ منډې جوړې کړې.

وېراټ کولي په ۱۰۵ توپونو د اتو څلوریزو او ۵ شپږیزو په مرسته ۱۲۲، جادف په ۷۶ توپونو د دولسو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۲۰ او پانډیا په ۳۷ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

د انګلینډ لوبډلې لپاره بال ۳ او ویلي او سټوکس دوه دوه وېکېټې واخیستې. وکس خپل ۸ اورونو کې ۴۴ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکونکی توپ اچونکی و خو د وېکېټې په اخیستلو بریالی نه شو.