پنجشنبه , 25 اپریل 2024

هندي کمپنۍ د نړۍ تر ټولو ارزانه موبایل !

د نړۍ تر ټولو ارزانه موبایلونه هم لږ تر لږه ۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ افغانۍ بیه لري خو یوه هندۍ کمپنۍ نوی موبایل وړاندې کوي چې بیه به يي یوازې ۲۹۹ هندي کلدارې وي.

هندوستان کې ډيټېل (Detel) نومې کمپنۍ خپل ډي۱ (D1) نومې موبایل خرڅلاو ته وړاندې کوي چې ټولې بنسټیزې ځانګړنې به ولري.

دغه موبایل که څه هم یو شمېر کاروونکو ته یوازې یوه افسانه ښکاري خو دا رښتیا دی او ډېر نژدې راتلونکي کې به هندي بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

دغه موبایل به د اړیکې نیول، لیکلي پیغامونه، اېف اېم رادیو، پنځلس ورځو پورې چارج ساتونکی بېټرۍ او دې ته ورته نورې عامې ځانګړنې ولري.

ډیټېل کمپنۍ وايي چې خپل دغه ساده موبایل به یوازې په ۲۹۹ هندي کلدارو خرڅوي. اکثره کاروونکي دغه ډول ساده موبایلونه د اړیکې نیولو او لیکلي پیغامونو استولو او ترلاسه کولو لپاره خوښوي.

د کمپنۍ په وینا دغه موبایل د هغو کسانو لپاره دی چې پر موبایل ډېرې پیسې نه شي ورکولای خو غواړي د بنسټیزو اړتیاو لپاره یو موبایل ولري.

ډي۱ نومې دغه موبایل په قوتۍ کې له چارجر او یو کلن وارنټي (د کمپنۍ ضمانت) سره وړاندې کېږي چې پر قوتۍ يي «واخله خبرې وکړه» لیکل شوی.