هند وايي، هر کال به د افغان ځواکونو سل تنه ټپیان خپل هیواد ته د تدواۍ لپاره ولیږي

د افغان دولت سره د هند د مرستو په لړ کې د نوموړي هیواد سفیر ویلي دي چې هندوستان د پولیسو په روزلو او ظرفیت لوړولو په برخه کې هم چمتو دی.

دا خبره د دغه هیواد سفیر د افغانستان له کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد سره په لیدنه کې کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر د هند د سفیر منپریت ووهرا له دغو څرګندونو څخه خوښي څرګنده کړه.

هند په تیرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان د دولت له مهمو ملاتړو څخه شمیرل کیږي چې په مختلفو برخو کې یې بیلابېلې مرستې کړي دي.