پنجشنبه , 25 اپریل 2024

واده د چا په خوښه وکړو؟ ولی؟

ډېری زلمیان په بهرنیو هېوادونو کې د واده د ولور په موخه کلونه کلونه مساپرۍ کوي.

د افغانستان په څېرو هېوادونو کې، چې لا هم په ډېرو برخو کې دودیز فرهنګ پرې واکمن دی، د زلمیانو لپاره یوه اندېښمنوونکې مسئله واده دی. یو داسې هېواد، چې سړي سر عواید په کې خورا کم، خو د ودونو او د خوښۍ د محفلونو رقابتي لګښتونه یې په ورځ کې میلیونونو افغانیو ته رسیږي.

زموږ په ټولنه کې د ودونو لپاره ډېری بېړنۍ پرېکړې کیږي.

د یوچا جینۍ خوښیږي، یا شوق ورځي، چې زوی ته کوژده وکړي، سملاسي عمل کوي، خو دا د دوو کسانو د ژوند مسئله ده او پر دې باید پوره غور وشي. زه په پښتني ټولنه کې کوژدې او واده ته د «قسمت پوړۍ» نوم ورکوم. ډېر کم داسې پېښیږي، چې هلک جینۍ او جینۍ هلک وګوري، په پټو سترګو یو بل ته په نامه کیږي او د واده پر لومړۍ ورځ یې د قسمت پوړۍ په څېر ګوري، چې تر پلو لاندې څه راوځي. زموږ په ټولنه کې د دواده لومړۍ ورځ ده، چې هلک د جینۍ څېره ویني او جینۍ د هلک.

زه په دې باور یم، چې دا دود باید نور مات شي. پلار او مور یوازې رویباري پرغاړه واخلي او تر ډېره د جینۍ او هلک خوښې ته غاړه کیږدي. په دې سره به د دواړو ژوند خوشاله وي او د تاوتریخوالي او خوشنت پېښې به هم ورسره کمې شي.

په واده کې د چارو تنظم او پلانول مهم دي. په پښه خلاصي یا پایوازي کې هومره لګښت مه کوﺉ، چې بله ورځ د واده پیسې ونه لرﺉ. زه داسې څوک پېژنم، چې په پښه خلاصي کې یې د واده هومره مصارف وکړل، خو د واده ورځ یې داسې تېره کړه، چې څوک پرې خبر هم نه شول.

یو شمېر میندې او پلرونه خپلې لوڼې نه ودوي او په لسګونو رویباران رخصتوي. هغوی دا له خپلو لوڼو سره مینه او محبت ګڼي، خو واقعیت دا دی، چې دا له لوڼو سره ظلم دی، ځکه د هغوی د پېغلتوب شپې او ورځې تېریږي او بالاخره داسې ورځ را رسیږي، چې عمر به یې زیات او رویباران به یې کم وي.

شریعت حکم کوي، چې لور او زوی بالغ شول، د واده غم یې وخورﺉ.

ښځې ژر بلوغ ته رسیږي او د زیږون له امله خپل جسمي طراوت ژر له لاسه ورکوي. که چېرې د نر او ښځې ترمنځ سني تفاوت ډېر وي، فزیکي انډول له لاسه ورکوي. ښځې له ۵۰ کلنۍ وروسته جنسي اړیکو ته هومره اړتیا نه ویني، خو نارینه تر ۸۰ کلونو پایییږي.

په واده کې انتخاب د دواړو اړخونو حق دی. ډاکټر له ډاکټرې او ښوونکې له ښوونکي سره غوره انتخابونه دي، ځکه تر واده وروسته هغوی د ګډ کار او مشارکت امکانات مومي. که یو کس خورا لوستی او د مډرن ژوند څښتن وي، نالوستې ښځه به یې د ژوند اړتیاوې پوره نه کړای شي. ډېر ځله داسې کسان اړوځي، چې له څو کلونو وروسته دویم واده وکړي او د لومړنۍ هغې نالوستي توب پرې جبیره کړي.

معیوب د معیوبې ښځې او معیوبه ښځه د معیوب نارینه لپاره ښه انتخاب دی.

زه کله هم دا د اصل په توګه نه معرفي کوم، ځکه زموږ اصل او معیار انساني کرامت دی، خو د ټولنې او حاکم دود تقاضا به دې ته ورته وي.

همیانۍ ورځپاڼه