پنجشنبه , 25 اپریل 2024

والستریت ژورنال وايي، پاکستان ته د امریکا حوصله پر کمېدو ده

امریکایی والستریت ژورنال ورځپاڼه وایي، پاکستان به د امریکا د نوي حکومت له سختو فشارونو سره مخ شي.

ورځپاڼې په خپل یوه کالم کي لیکلي، پاکستان ته د امریکا صبر ورځ تر بلې کمېږي او ښايي د ټرمپ اداره يي پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

د ورځپاڼې به باور پاکستان هره ورځ په سپینه ماڼۍ او کانګرس کي خپل محبوبیت بایلي او هره ورځ دا ګوته لا ډيره ورته نېول کيږي چي دوی ترهګر روزي او ملاتړ يي کوي.

د سرچینې په وینا سپینه ماڼۍ به پر پاکستان فشار راوړي څو ترهګر وځپي او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

ورځپاڼه زیاتوي پاکستان د هغو ترهګرو ستر ملاتړی دی چي په افغانستان او هند کي ورانکاري فعالیتونه کوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کي کيږي چي پاکستان هڅې پیل کړې څو ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي.

تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل ویلي، د پاکستان استخباراتي اداره د امریکا د پام را اړولو لپاره غواړي ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي او وروستي بریدونه ددوی تاکتیکي فعالیتونه دي.