واړه شيان، لويې خوښۍ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

کله چې له یو چا سره روغبړ کوی، هڅه وکړئ د لاس ورکولو په وخت کې مقابل کس ته مثبته انرژي ولېږدوئ.

هڅه وکړئ خلک مو له خولې یوازې مثبتې خبرې واوري.

نیوکه او بهانه کول مو له ژونده یوې خوا ته کړئ.

د خوراک ګوله مو له مینې سره ګډه کړئ او بیا یې خولې ته کړئ.

چېرته چې قدم ږدئ، هڅه وکړئ تر څو په شاوخوا کې مثبت موجونه خپاره کړې.

د ژوند له شېبې شېبې خوند واخلئ.

هره ورځ لږ تر لږه د ځان په ګډون د یوه کس لپاره دعا وکړئ.

په هر څه او هر کار کې د ښو په لټه کې و اوسئ.

څه چې غواړئ ترلاسه یې کړی، په ذهن کې یې مجسم کړئ.

هره ورځ لږ تر لږه له یوه کس څخه مننه وکړئ.

هره شپه کور ته له تلو مخکې منفي فکرونه له دروازې بېرون پرېږدئ.

له الله جل جلاله سره راز او نیاز وکړئ.

خپلو هيلو ته مو هره ورځ اوبه ورکړئ تر څو وده وکړي.

د خلکو منفي ټکي مه قوي کوئ، هڅه وکړئ تر څو په له منځه وړو کې یې ورسره مرسته وکړئ.

کاري محیط مو داسې تنظیم کړئ چې د ارامۍ احساس پکې وکړئ.