عامر خان په پیسو ګټلو کې نوم لري، د کار او زحمت ساری خو يې په درست هند کې نه پيدا کېږي، خو پوهېږئ چې په دې ورځو کې د ورون دهون له لاسه عامر ښه ورځ نه لري.
کیسه داسې ده چې ۲۰۱۷ کال د ورون لهپاره یو طلايي کال ګڼل کېږي، هغه په دې کال کې له نورو ډېرو کارونو سره سره دوه داسې فلمونه نندارې ته وړاندې کړل چې هر یوه یې د ۱۰۰ کروړو ګټلو ریکارډ مات کړ.
د هغه بدري ناتھ کې دلهنیا او جړواں ۲ فلمونه نه یوازې دا چې په لومړي کتار کې راغلي، بلکې د عامر خان د دنګل فلم ریکارډ یې هم ور مات کړی دی.
یوازې عامر خان نه، بلکې د اکشېکمار هم همدا حال دی، هغه هم د ورون له لاسه ډکې سترګې ګرځي.
ورون دهون د ځوانو ستوریو په کتار کې اوس تر ټولو مخکې دی او ښکاري چې تر ډېرو کلونو به بيا شا ته را و نه ګوري.
#سرخط ورځپاڼه