چهارشنبه , 17 اپریل 2024

ولسمشرمحمد اشرف غني د طالبانو د پلار سره پر ټلیفون خبرې وکړې

دا خبره په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډيو ته وکړه.

ښاغلي زاخېلوال وويل، د دغو خبرو تمرکز په افغانستان کې پر اوسني وضعيت وو. ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه چې له مولانا سميع الحق سره يې په‎خپله د دوهم ځل لپاره پرون په اکوړه خټک کې ولیدل . نوموړی وايي “موږ د څو ساعتو لپاره خبرې وکړې او په همدې حال کې مو دا فرصت هم برابر کړ چې ولسمشر له مولانا سره ټیليفوني خبرې وکړي. دا ډېر مثبت بحث وو.” ښاغلي زاخېلوال د دغو خبرو په اړه جزئيات نه ‎دي ويلي.

مولانا سميع الحق د طالبانو د پلار په نوم هم شهرت لري او ده د طالبانو له پخواني مشر ملا محمد عمر سره  يي نيږدې اړيکې درلودې.