ولسمشرۍ ماڼۍ وايې، ډېر ژر به څلور کلنه امنیتي طرحه چمتو شي

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد تېره شپه رسنیوته وویل، د حکومت مشرتابه له خلکو غواړي چې د دې امنیتي طرحې تر چمتو کېدو له زغم څخه کار واخلي او له دولت سره همکاري وکړي.

نوموړی زیاتوي، موږ باید حوصله وکړو، له یو بل سره ودرېږو او لاسونه یو کړو. موږ خپل ولس ته ډاډ ورکوو چې په نېږدې راتلونکې کې به د لوی بدلون شاهدان اوسوو.

د نجیب‎الله ازاد په وینا ولسمشر او امنیتي ارګانونه دا مهال پر څلور کلنه امنیتي طرحه غور او بحث کوي.

جمهوري ریاست په کابل کې له پرونۍ حملې وروسته وايي، ډېر ژر به د افغانستان په مختلفو برخو کې د دولت د وسله‎والو مخالفینو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل شي.

بل لور ته ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو تړون، او د امریکا متحده ایالاتو د کابل پرونی ځانوژونکی برید په سختو ټکو غندلی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مسؤلې پرنیل کاردیل دا برید بُزدلانه او له انسانیته لېرې عمل او د ملکي کسانو وژنه جنګي جرم بللی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د افغان دولت پر وسله‎والو مخالفینو غږ کړی چې په سمدستي ډول دې پر ملکیانو له حملو لاس واخلي.

په افغانستان کې د ناټو تړون قاطع ماموریت پرونی حمله یو جنایت بللی او یو ځل بیا يې د یوه باثباته او مصؤنه افغانستان د جوړېدو لپاره له افغان دولت او ولس سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

طالبانو ادعا کړې ده چې د کابل په پرونی حمله کې يې د افغانستان د استخباراتو کارکوونکي په نښه کړي خو نړیوال سازمانونه وايي چې د ماشومانو په ګډون د دې برید اکثره قربانیان ملکي وګړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې د روان ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ له لومړې نېټې د جون میاشت تر وروستۍ ورځ پورې په افغانستان کې ۱۶۶۲ ملکي وګړي د جګړو او اکثرو هغو بریدونو په نتیحه کې وژل شوي چې د دولت وسله‎وال مخالفین يې کوي.