ولسمشر غني:طالبان دې دجګړې په ډګر کې بریا نه لټوې سولې ته کښېني

افغان ولسمشر اشرف غني پر پاکستان غږ کړی چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې، ورسره هړ اړخيز بحث وکړي.

نوموړي تیره ورځ ناوخته په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وينا کې پر وسله والو طالبانو او د هغوی پر ملاتړو هم غږ وکړ چې د سولې خبرو ته حاضر شي، ځکه د جګړې په ډګر کې بريا نشي تر لاسه کولای.

ولسمشر غني د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتيژۍ ستاينه هم وکړه.