ولسمشر غني یوې امریکاېي میرمنې ته افغاني تابعیت ورکړ

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په همدې تړاو نن په ارګ کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په پيل کې يې د چارو د ادارې مرستيال هارون چخانسوري ميرمن کارلوين ته د افغاني تابعيت د ورکړې په تړاو د ولسمشر فرمان ولوست.

سرچينه زياتوي، ميرمن کارلوين له ۳۸ کلونو راهيسې په افغانستان کې ژوند کوي، چې د ولسمشر غني د فرمان په اساس نن رسماً د دې هېواد تابعيت ورکړل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ميرمن کارلوين( چې افغان نوم یې بي بي ماري اېښودل شوی) افغانان ستايلي او ويلي یې دي چې دا يې تر څنګ د ارامۍ احساس کوي. ولسمشر غني اړوندو ادارو ته هم امر کړی چې د نوموړي د دې فرمان په پلي کولو کې جدي اقدامات وکړي.

ولسمشر غني په داسې مهال یوې امریکاېۍ میرمنې ته د فوق العاده فرمان په اساس افغاني تابعیت ورکوي، چې له تیرو څو کلونو راهیسې د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ او بغلان ولایت مرکز کې د کوچیانو سلګونه کورنۍ د ځاېي چارواکو د تبعیضي چلن له امله د تذکرو اخیستلو څخه محرومه پاتې دي.