پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ولسمشر ټرمپ وایې،امریکا به دشمالي کوریا ګواښ ونه زغمي

 

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ چې نړۍ به د ده په وینا اټمي ګواښ ونه‌زغمي او ژمنه‌یې وکړه چې پر پیونګ یانګ د زیات فشار لپاره به د چین په ګډون یو نړیوال کمپاین پیل کړي.

ټرمپ دا څرګندونې اسیا ته د ۱۳ ورځني سفر له بشپړولو وروسته بېرته واشنګټن ته له ستنېدو سره سم په یوه ټلوېزیوني بیان کې چې نن خپور شوی کړي دي.

ټرمپ وویل، ده دا واضح کړې چې اجازه به ورنه‌کړو چې دغه بې‌باکه دیکتاتوري په اټمي ګواښ نړۍ برمته کړي.

ټرمپ دغه‌راز وویل چې د چین ولسمشر شي جین پېنګ ورسره ژمنه کړې چې پیکنګ به پر پیونګ یانګ له اقتصادي نفوذه پر استفادې فشار راولي چې له اټمي وسلو لاس واخلي.

هغه زیاته کړه چې د چین ولسمشر دا منلې چې شمالي کوریا چین ته هم ستر ګواښ دی.