پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ولې زړې ښځې زړه سواندې او مهربانې وي؟

 

ايا تر اوسه مو فکر کړى ،چې ولې زړې ښځې او زاړه سړي، هوښيار او مهربانه وي؟ او داسې فکر کېږي چې په هرڅه پوهېږي.

اوس د کليفورنيا پوهنتون پوهانو يوه ډله د (رابرټ لينسن)په سرپرستۍ بريالى شوه چې د څېړنې وړ پايلې تر لاسه کړي.

دې پوهانو په خپلو څېړنو کې جوته کړه، (عاطفي هوش) له ٦٠ کلنۍ وروسته اوج ته رسېږي، او همدا لامل دې ،چې  زاړه اشخاص د ځوانانو په پرتله  ډېره زړه سواندي وي او له هرچا سره همدلي ښيي.

د څېړونکو په باور دا عاطفي هوش ددې لامل کېږي ،چې انسانان د خپل ژوند په وروستيو کې ډېر دقت وکړي، او د ځان ساتنې حس يې  ډېر قوي شي.

دې څېړونکو په دې اړه وويل ( داسې ښکاري چې زموږ د عصبي دستگاه تکامل موږ په يو داسې مسير کې واقع کوي چې د عمر په تېرېدو، مو خپلمنځي دلسوزانه اړيکو اوخبرو ته اماده کوي.

د ډيلي ميل د راپور له مخې پوهان دې پايلو ته د رسېدلو په پار  ١٤٤ مېرمنې چې عمرونه يې شلو،څلوېښتو او شپېتو کلنو ته رسيدلي وو، تر ارزيابي لاندې ونيوې  په دوى ټولو يې يو ځاى غمگين، په خنثى موضوعاتو. او منزجرانه موضوعاتو باندې بناء  فلمونه او ويډيو کليپونو وکتل.  په پايله کې يې ددې فلمونو په اړه د دوى غبرگون ارزيابي کړ.

او له  گډونوالو وپوښتل شول، د هغه څه په اړه چې ليدلي يې دي څه نظر لري ؟ ايا هغه څه چې ليدلي مو دي عيني ، واقعگرايانه او غيراحساسي وينئ او که د هغه څه په اړه چې ليدلي مو دي په مثبتو اړخونو يې فکر کوئ؟

پايلې داسې شوې چې زړو اشخاصو منفي صحنې په يوه مثبت نور کتلې يانې  په منفي صحنو کې يې هم مثبته خوا کتله او په مقابل کې يې  هغه کسان چې ځوان او د منځني عمر خلک وو، په پوره اگاهي او ډېر دقت يې ناخوښي ( جنگ او غم) لرونکې فلمونه  کتل او خوښول