ویره ( ډار ) څه ته وایي، ولې موږ وېریږو؟

ژباړه: محمد خان احمدي

وېره داسې یو احساس او حیرانتیا ده چې زموږ په ذهن کې پرته ده او ستونزه حله پیداکیږي چې دا احساس او حیرانتیا زموږ پر ژوند نامعلوم اغېز وکړي. وېره داسې یو احساس دی چې هر انسان یې پېژني. موږ یې د یو ناخوښ احساس په نوم یادوو او له هغه نه ځان ژغورو؛ ځکه دا احساس داسې وخت څرګندیږي چې یو انسان له بهرني او نني ګواښ سره مخ شي. دغه احساس په مختلفو جسمي او رواني بڼو څرګندیږي. لکه د زړه ټکان، د ساه بندښت، د بدن سره کېدل او د خولو ډېرښت. وېره د یو ګواښ پر وړاندې یو غبرګون دی. پردې سربېره وېره او اضطراب د یوې بېلې کلمې دي چې وېره په تېښتې پورې اړه لري، خو اضطراب (ورخطاکېدل) داسې ګواښونه دي چې مخنوی یې ناشونی ښکاري.

وېره له څړیکې (درد) سره اړیکې لري. مثال: یو څوک له لوړ ځای نه وېریږي. وایي که له دې ځای نه لاندې ولویږم، کېدای شی ژوبل شم او دا هم شونې ده چې زما د مرګ سبب شي. ډېر پوهان لکه جان بردوسواټسن اوپالاکمن. دوی وايي: «وېره (ډار) بنسټیز او فطري احساس دی». موږ د ځینو کارونو له سرته رسولو نه وېریږو، ځکه وېریږو چې له ماتې سره مخ نه شو. کېدای شي د دې لپاره وي چې په تېر وخت کې له داسې ماتې سره مخ شوي وو یا له ماتې سره نه وو مخ شوي؛ خو وېریږو چې له ماتې سره مخ نه شو. ډېر وخت له داسې شیانو نه وېریږو چې په ژوند کې مو یو ځل هم نه وي لیدلي. ایا موږ ډېر ډارن نه یو؟

رښتیا دا دي چې موږ په ذهن کې ډول ډول ناخوالې او ماتې انځوره وو؛ بیا نو له ځان سره وایو چې کېدای شي دا ماتې په رښتیا بدلې شي او تر دې چې د خپلې موخې لپاره هېڅ هڅه او کوښښ نه کوو. نو په دې ځای کې موږ تېر وتي یو، ځکه چې د یو احتمال لپاره له خپلو هڅو نه تېریږو او بریا له هڅې پرته ناشونې ده. مارکټواین په دې اړه مهمه وینا کړېده: «ما په خپل ژوند کې ډېرې ناخوالې زغملې دي په داسې حال کې چې ډېرې کمې یې په رښتیا بدلې شوې دي». مطلب دا دی چې ډېرې دغه ناخوالې د نوموړي په ذهن کې وې.

اوس پوښتنه دا ده چې څوک به ماته او بریا راوپېژني، ایا دغه دنده په رښتني توګه سرته رسوئ، تاسو بریا او ماته څه ډول تعریفوئ؟

الکسو ویل: « هره ورځ چې له خوبه راپاڅیږم او ژوندی وم، نو داسې وګڼه چې بریالی یم ». خو جف بیا په دې باور و چې که په هر کال کې یو میلیون ډالر ګټه ترلاسه کړې؛ نو هغه وخت بریالی یې. الکس خپل تعریف له بریا نه جوړ کړی او دغه بریا ته رسېدل اسانه دي؛ خوجف بیا په دې اند دی چې په کال کې یو میلیون ډالر نه وي؛ د بریا احساس ناشونی دی. جف او د نوموړي په څېر نورو کسانو ته به دا ډېره ستونزمنه وي چې له کاله یو میلیون ډالر ترلاسه کړي او وروسته د بریا احساس وکړي. خو دا زه نه وایم چې یو کس باید په خپل ژوند کې لویې موخې ونه لري؛ بلکې دا وایم چې خپلې موخې په ښه او اسانه توګه ترلاسه کړي. نو بریا ته چې هر ډول تعریف وړاندې کوئ، خو دا مو باید یاد وي چې خپل تعریف راته سخت نه شي. په دې ډول به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ستاسو وېره ډېره لږ وي. که چېرته پوه شو چې په ژوند کې له ماتې سره نه مخ کېږو؛ نو کوم کارونه به ونه کړو. موږ باید هڅه وکړو چې هره ماتې یوه بریا وبولو. دا کار ډېر اسانه دی، موږ چې هره ماته خوړلې، دا مو زده کړي چې څه باید ترسره کړو. خو دا باید په یاد ولرو چې تېر له راتلونکي سره یو ډول نه دی. یوازې دومره چې تېره ورځ له ماتې سره مخ شوی یو؛ خو دا په دې معنا نه ده چې یو ځل بیا به له ماتې سره مخ شو. یوازنی کار چې باید ترسره یې کړو، هغه دا دی چې له خپلو تېروتنو څخه یو نوی شی زده کړو. نو د تېر وخت فکرونه زموږ د راتلونکي لپاره بریا ده، له دې نه باید ونه وېریږو.

د وېرې په حالت کې د مغز طبعي فعالیتونه له چاپېریال سره په اړیکه کې لکه: (لیدل، اورېدل، بویول، لمسکول، څکل، د تګ په وخت کې د تعادل د حس ساتل او داسې نور) په سختۍ تر تاثیر لاندې کیږي او د ګواښ د مخنوي لپاره د مغز او بدن فعالیت ډېره وي. وېره یا ډار له ګواښ سره د مخ کېدو په حال کې مهم رول لوبوي او په حقیقت کې ډار د خطر زنګ دی چې یو انسان د ګواښ پر وړاندې متوجې کوي چې نوموړی داسې عمل ترسره کړي چې د ګواښ مخنوی وکړي. نو پر همدې اساس ډار یا وېره یو حیاتي او لازمي احساس دی. د انسان د بشپړتیا په دوام کې د وېرې احساس د انسان د ساتنې لپاره رامنځته شوی چې یو انسان د ګواښ پر وړاندې یا برید وکړي او یا وتښتي. وېره نن هم همدا دنده پرغاړه لري.