ټاپي به افغانستان غني کړي!!

د تاپي پروژه په ۱۹۹۰ زیږدیږ کال کې مطرح شوه او هدف دا و چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند سره ونښلول شي.

د سیمې د هیوادونو تر منځ د کشمکشونو او کلونو تېرېدو وروسته په ۲۰۱۵ کې د دغې پروژې تړون لاسلیک او ۲۰۱۶ کال کې یې عملي چارې پیل شوې.

د ټاپي پروژې ټولټال لګښت ۲۲،۵ میلیارده ډالره دی چې ۷،۵ میلیارده ډالره یې نللیکې او پاتې ۱۵ میلیارده ډالره یې د ګازو ارزښت دی چې له ترکمنستان به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز لېږدوي.

د دغې پروژې ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومټره ده او افغانستان کې یې اوږدوالی ۸۱۶ ته رسیږي.

د ټاپي ګازو نللیکه د افغانستان له هرات، فراه، نیمرزو، هلمند او کندهار ولایتونو تیریږي او له پاکستان نه په تېریدو د هند فاضلیکا ښار ته رسیږي، په ټاپي کې د سیمې د هیوادونو په پرتله د افغانستان اقتصادي ګټه زیاته ده او په کال به میلیونونه ډالره ګټه لاس ته راوړي.

افغانستان به په کلني ډول د ټاپي له پروژې د حق العبور له درکه ۴۰۰ میلیونه ډالره لاس ته راوړي، په زرګونه کاري فرصتونه برابر شي، د برښنا سب سټيشنونه به جوړ شي، اقتصادي پیاوړتیا سره به مرسته وکړي، عواید ، انرژي او د صنایعو پراختیا به زیاته کړي.

د ټاپي پروژې په پرانیستي سره نړیوال پانګوال باوري کیږي چې افغانستان کې پانګونه وکړي او د پانګې اچونې لپاره د باور فضاء رامنځته کوي.

افغانستان به راتلونکو دریو لسیزو کې نږدې درې میلیونه متر مکعب ګاز تر لاسه کړي چې په دې ډول به د نورو هیوادونو له احتیاجۍ خلاص او په ځان به بسیا شو.

ټاپي پروژه د اقتصادي ګټو ورهاخوا د افغانستان او سیمي ثبات یقیني کوي چې هیوادونه د مشترکو ګټو د ساتلو لپاره ګډه رښتیني همکاري وکړي، د ټاپي پروژې ګټه له افغانستان سربېره ترکمنستان،پاکستان او هند ته ده او دا هیوادونه اړ دي چې د اقتصادي ګټو خوندیتوب په موخه ګډ کار وکړي.

پاکستان په سیمه کې هغه هیواد چې ترهګرې ډلې روزي او جګړه یې توده ساتلي، په دې پروژه کې د اسلام اباد اقتصادي ګټه هم زیاته ده او مجبوره دی چې د پروژې امنیت ساتلو لپاره جدي ګامونه واخلي او د ترهګرۍ پر وړاندې رښتیني مبارزه وکړي.

که څه هم طالبانو ویلي چې د ټاپي پروژې پر وړاندې به خنډونه نه جوړوي او امنیت به یې ټینګوي، خو اندېښنه دا ده چې ایران په دغه پروژه کې ګټه نه لري او ممکن پر وړاندې یې د خنډونو لپاره هڅې وکړي، خو ایران به ځکه وسه ونه رسیږي چې دلته ګټې مشترکې دي او پاکستان به هڅه دا وکړي چې په وسلوالو ډلو د تاثیر نه په ګټې اخیستو اجازه ورنه کړي چې څوک د دغې پروژې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

له دې سره په څنګ کې له مرکزي اسیا او سویلي اسیا هیوادونو سره د افغانستان موقیعت ټاکي او له اړونده هیوادونو  سره به زموږ اړیکې نورې هم نږدي او پراخې شي.

د افغانستان د ځان بساینې او د ملي پروژو د تطبیق په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت کارونه او طرحې د ستایلو دي او د حکومت ځېرکې بهرنۍ ډیپلوماسۍ، د اړیکو تعادل ګاونډي او د سیمې هیوادونه اړ کړل چې په مهمو پروژو کې مرسته او ملاتړ وکړي، د ټاپي پروژو سربېره د چاه بهار بندر پرانیسته، کاسا زر او نورې مهمې پروژې د حکومت په جدي هڅو عملي شوې.

د افغانستان زیات ځوانان د بې روزګارۍ له امله د وسلوالو لیکو ته ځي او د حکومت پر وړاندې جګړه کوي، چې د دا ډول پروژو په عملي کیدو سره به د بې روزګارۍ کچه راټیټه او ځوانان به د هیواد د ورانۍ پر ځای د ابادۍ لپاره کار وکړي.

تر ډیره په افغانستان او سیمه کې روانه خونړۍ جګړه د اقتصادي ګټو په سر ښودل کیږي او باور دا دی چې که دا ډول مشترکې پروژې پیل او عملي شي، د جګړې په پای او د ثبات په ټینګښت کې به بې ګټې نه وي، افغان حکومت ته اوس په کار ده چې د سیمه ئیزو او نړیوالو شریکانو سره هر اړخیزه کار وکړي چې پیل شوې پروژې نیمګړې پاتې نه شي او د بریالیتوب لپاره یې جدي هڅې وکړې، ځکه دا د افغانستان ثبات او پرمختګ تضمینوي.

غازي ځدراڼ