ټرمپ به د افغانستان د ثبات لپاره پر پاکستان فشار ډیر کړي

د سپینۍ ماڼۍ ارشد سلاکار کورتیس ویلي، چي د ټرمپ اداره غواړي د افغانستان په اړه پر خپل سیاست کتنه وکړي او په هغه باندې کار روان دی.

نوموړي زیاته کړې چي ټرمپ به په نوي سیاست کي پر پاکستان خپل فشار ډیر کړي؛ ځکه په دغه هېواد کي د ترهګرو د امنو پټنځایونو د موجودیت په صورت کي په افغانستان کي امن نه شي راتللی.

د کورتیس په خبره حقاني شبکه او طالبان لاهم په پاکستان کي مرکزونه لري او له دې مسلې د ټرمپ اداره سترګې نه پټوي.

د نوموړي په باور ټرمپ به په دې هم کار وکړي، چي پاکستان د باور وړ نه دی او پر دغه هېواد تکیه کول نه دي په کار.

ده زیاته کړې چي ټرمپ به په افغانستان کي د روانې جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي او همدا راز به د سرتیرو د زیاتولو په اړه پرېکړه وکړي.

دده په خبره طالبانو دمګړی له افغان ځواکونو ډيرې سیمې نیولې دي او بهرني ځواکونه به له افغان ځواکونو سره ددغو سیمو په بېرته نیولو کي مرسته وکړي.

ده زیاته کړې چي له افغان حکومت او افغان ځواکونو د امریکا ملاتړ دوام لري.