د امریکا متحده ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په روسیې باندې لګیدلي بندیزونه به لږ تر لږه د یوه وخت لپاره جاري وساتي.
هغه تېره ورځ په یوه مرکه کې چې وال سټریټ ژرونال خپره کړې دا څرګندونې کړې دي.
ټرمپ دا هم ویلي که د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین دا ثابته کړې چې د امریکا ملګری دی د بندیزونو د لېرې کولو په اړه به فکر وکړي.
منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ویلي و چې له مسکو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
تمه ده ټرمپ د جنورۍ په شلمه د امریکا متحده ایالتونو د ۴۵ جمهور رئیس په توګه لوړه وکړي.