پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ټګ اف هندوستان فلم لانجمن او سخت دی

د هندي سینما شهنشاه امیتاب بچن او وتلی اداکار عامر خان د ټګ اف هندوستان فلم لپاره په شوټینګ بوخت دي.

تازه امیتاب بچن ویلي، چې دا فلم له غضبه ډک دی او جوړول يې هم ګران دي.

فلم کې امیتاب بچن او عامر خان یواځې نه دي، بلکې ورسره کټرینه کیف، او د دنګل فلم اداکاره فاطمه شیخ هم لوبیږي.

دا فلم د ټګ په نوم د یو ناول په کیسه ولاړ دی، چې راتلونکې کال دل والۍ ته به خپور شي.

دا لومړی ځل دی، چې امیر خان او امیتاب بچن یوځای فلم جوړوي.