چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ټیوب لایټ ناکام شو؛ خو سلمان خان د شارخ خان سره بل فلم جوړي

د بالیووډ مشهور ستوري شاه رخ خان او سلمان خان کلونه وروسته د سلمان خان “ټيوب لایټ” فلم کې چې همدې اختر کې نندارې ته وړاندې شوی یوځای لوبیدلي دي.

هسې خو د فلم مرکزي رول سلمان لوبولی او فلم هم د سلمان خان دی، خو کینګ خان د دبنګ خان په غوښتنه د یو جادوګر په لنډ کردار کې راښکاره شوی دی.

فلم په هندي سینما چاندانې ونه چلیده او له توقع خلاف يې ډير تاوان وکړ.

شاه رخ خان او سلمان خان د هندي سینما هغه دوه نامتو او مشهور فلمي ستوري دي چې ډېر مینه وال لري.

ددې دواړو ستورو مینه والو له کلونو راهیسې هیله لرله چې دواړه خانان یو ځل بیا سره په یو داسې فلم کې یو ځای وګوري چې په کې د سلمان او شاه رخ خان دواړو مهم رولونه وي، خو ددې هیلې له پاره باید تر ۲۰۲۰ پورې انتظار وکړي.

شاه رخ خان په یوه تازه مرکه کې ویلې دي چې نن سبا سلمان او دی په خپلو کارونو بوخت دي او نه شي کولی چې تر ۲۰۲۰ کال پورې په کوم ګډ فلم کې کار وکړي.

سلمان خان هم ویلي، چې ټیوب لایټ ناکام شو، خو د شارخ خان سره بل فلم جوړوي او ددې فلم جبران پرې کوي.

د یادونې ده چې سلمان خان او شاه رخ خان په تېر کې په ځينو فلمونو کې ګډ لوبیدلي دي، چې مشهور يې کرن ارجن، هم تماري هی صنم او کهچ کهچ هوتاهی فلمونه دي.