پارلمان کې کارونه ربوټونه کوي

اروپايي پارلمان وايي، د ټیکنالوژۍ انقلاب به ډير ژر اروپا کې ډیر بشري کارونه روبوټونو ته وسپاري او ګڼ خلک به بېکاره شي، چې باید په اړه یې له اوس څخه چمتوالی پیل شي.

د اروپايي پارلمان غړو اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې په جدي توګه دې د ” عمومي اساسي عاید “ په اړه غور وکړي، څو د روبوټونو د لاسه د بیکارۍ یوې را روانې درنې څپې ته چمتو و اوسي.

د راپور دا مسوده چې د اروپايي پارلمان سوسیالیتې غړې مډې ډيلواکس سټیهریس چمتو کړې، د ”ټیکنالوژیکي انقلاب “ او د کار پر بازار یې د اغیزو په وړاندې پر چمتوالي ټینګار کوي.

 

دا راپور به د فیبرورۍ په میاشت کې ټول اروپايي پارلمان ته وړاندې شي. راپور ټینګار کوي چې که روبوټونه د خلکو دندې اخلي ، نو د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه دې د خپلو خلکو لپاره د یو متحد المال اساسي عاید په ټاکلو غور وکړي.

د اروپايي پارلمان غړې وايي، یو کمیسون یې ټاکلې څو وګوري چې کومې دندې او په ځانګړې توګه کومې چارې ډیرې ددې خطر سره مخ دي چې ښايي نژدې وخت کې د انسانانو پر ځای روبوټونو ته وسپارل شي.

ډيلواکس سټیهریس وايي، په دې اړه غور ځکه ضرور دی چې که ټیکنالوژیک انقلاب بې کاري زیاته هم کړي، خلک به بسیا ژوند ولري.

 

نوموړې زیاته کړې” پر دې د بحث اړتیا ده چې ایا موږ دسوشل سیکورټي یا (د ژوند د تامین ) اوسنی شته سیستم بدل کړو، یا د خلکو لپاره پر یو متحدالمال او عمومي عاید غور وکړو، ځکه که ګڼ خلک بیکاره شي موږ باید ډاډمنه کړو چې دوی یو بسیا ژوند لري. “

 

ددې میاشتې په سر کې فنلنډ لومړی اروپايي هیواد شو چې خپلو بې روزګاره وګړو ته یې د میاشتې ۵۶۰ ایرو عمومي عاید وټاکه. ددې پروګرام هدف د غربت او بې کارۍ ختمول ښودل شوي دي.