پنجشنبه , 28 مارچ 2024

پاکستاني مذهبي مدرسې؛ د تروریستي ډلو خوندي پټنځایونه!

لیکوال: جلال یعقوبي

په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو راهیسې اور بل دی او ورځ تر بلې پکې جګړه زور اخلي؛ افغان حکومت تل د دې ټولو بدبختیو پړه پر پاکستان اچولې او نړېوالو ته یې له دغه هېواد څخه شکایتونه کړي، له ډېرو هڅو وروسته د ملي یووالي حکومت پدې وتوانېده چې د ټرمپ اداره  قانع کړي چې پاکستان د تروریزم د ملاتړو هېوادونو څخه دی،  په ښکاره پدغه هېواد کې تروریستان د افغانستان د جګړې لپاره روزل کیږي، هلته دغه ډلې فعالیت کوي او خوندي پټنځایونه لري چې دغه هېواد یې نه په نښه کوي او نه یې پر ضد اقدام کوي.

امریکا له ۲۰۰۱ م کال راهیسې له پاکستان سره پوځي مرستې کوي چې له دې جملې هر کال د دغه هېواد له پوځ سره د شا او خوا ۹۰۰ میلیونه ډالرو مرستې د یادولو دي، دا اصلاً د افغان جګړې د دوام لپاره غیرې مستقیم مرستې وې چې هر کال به پاکستان ترلاسه کولې او د تروریزم د روزلو مدرسې یې پرې فعالې ساتلې وې.

د دین او مذهب په نوم د تروریزم د روزلو مرکزونه په پاکستان کې ښه په درز کې په فعالیت بوخت دي او هغه پیسې چې پاکستان ته د تروریزم د لمنځه وړلو لپاره ورکول کیږي برعکس یوه ډېره اندازه یې پر همدغو مدرسو لږيږي؛ د دې ټولو سره سره دغه مدرسي د یو شمېر عربي هېوادونو ملاتړ هم له ځانه سره لري او په افغانستان کې د روانې جګړې یو لوی عامل نه یوازې پاکستان دی؛ بلکې د شوروي یرغلګرو پر مهال د جهاد او مقاومت له دورې راهیسې تر دې دمه یو شمېر عربي هېوادونه هم پدغه جګړې کې په غیر مستقیم ډول ښکېل ول او خپله برخه پکې لري.

ماشومان چې ژر یې ذهن بدلون موندلی شي؛ پدغو مدرسو کې روزل کیږي او د افغانستان په جګړه کې استعمالیږي چې نه یوازې د بشري حقونو خلاف یو عمل دی؛ بلکې د اسلام مبارک دین هم دغه شان عمل ناروا ګڼلې خو بیا هم دغه له خدایه نه ویریدونکي؛ ماشومان تښتوي، هلته پر دوی په افغانستان او فلسطین کې پر مسلمانانو د روان ظلم جالي ویډیوګانې ګوري او  دوی جهاد او غچ اخیستلو ته هڅوي او په همدې ډول له دوی په ناوړو چارو کې ګټه اخلي او د مظلومو او بې ګناه مسلمانانو د وژلو لپاره یې افغانستان ته استوي؛ پاکستان د دغه هېواد په مدرسو کې زده کوونکي روزي او د پای ازموینه ترې په افغانستان کې اخلي.

د دغو ماشومانو لویه برخه له افغانستانه قاچاق کیږي او بیا هلته روزل کیږي؛ ښه بېلګه یې پدې وروستیو کې په غزني ولایت کې  هغه نیول شوی موټر دی چې 25 تنه ماشومان پکې دغه هېواد ته په همدې مدرسو کې د روزلو په موخه قاچاق کېدل؛ پدې برخه کې افغان امنیتي ځواکونه، حج او اوقافو وزارت او ولسونه مسؤلیت لري څو د دې ډول پېښو مخنیوی وکړي؛ اوس مهال ګڼ بهرنیان د پاکستان په بېلابېلو مدرسو کې په زده کړو بوخت دي چې له دې جملې یوه ډېره لویه برخه یې افغان ماشومان او ځوانان جوړوي.

پاکستان په سل هاو ځلې خپله هم په همدغه اور کې سوځېدلې؛ که څه هم ډېر شمېر پاکستاني سیاستوال د پاکستاني حکومت له دې ناوړه کارونو سره په ښکاره کلک مخالفت ښودلی؛ خو بیا هم آي اس آي خپلو دغو ناوړو کارونو ته د پای ټکې نه ږدي، پداسې حال کې چې د دغو مدرسو بندول په افغانستان کې د روانې جګړې یوه څنډه سړولی شي. د تروریستي ډلو او د تروریزم د روزلو مرکزونو د بندولو او لمنځه وړلو لپاره اړینه ده څو:

په پاکستان فشار راوړل شي؛ څو دغه مرکزونه وتړي او د تروریستي ډلو ځالې لمنځه یوسي

د نه اقدام په صورت کې دې پر پاکستان د امریکا پوځي مرستې بندې شي

پر پاکستان له بېلابېلو زاویو فشارونو ته اړتیا ده؛ د روسيې همکاري هم پدغه برخه اړینه ده

چین دې قانع کړای شي چې پاکستان نه یوازې افغانستان بلکې سیمې ته ګواښ دی

د وروستیو شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې شا او خوا ۲۰ زره دیني مدرسې فعالې دي چې په یو شمېر ښارونو کې یې د مدرسو شمېر په لاندې ډول دي:

  1. بهاولپور 971 دیني مدرسي
  2. دېره غازي خان کې 397 مدرسې فعالې دي
  3. ملتان 363 مذهبي مدرسې پکې همدا مهال زده کوونکي روزي
  4. لاهور 356 مدرسې
  5. راولپنډي 186 مدرسې
  6. ګوجرانواله 154 مدرسې
  7. فیصل آباد 124 مدرسې
  8. سرګوده 164 مدرسې

د پورته ارقامو په نظر کې نیولو سره معلومیږي چې یوازې د پاکستان په پنجاب ایالت کې 2715 دیني مدرسې فعالیت کوي چې له دې جملې 1333 یې د بریلویانو، 1069 دانې دیوبندیانو، 192 یې اهل حدیثو او 113 دانې یې اهل تشیع پورې تړلي دي؛ پدغو مدرسو کې همدا مهال253215 زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د یو شمېر موثقو سرچینو د معلوماتو پر اساس د پاکستان د رامنځته کېدا پر مهال په ټول پاکستان کې 150 دیني مدرسې وې، په 1950م کال کې دغه شمېره 210 ته پورته شوه، په 1960 م کال کې 401 او په 1971 م کال کې دغه شمېره 563 ته او په همدې ډول د جنرال ضیاء الحق د واکمنۍ پر مهال دغه شمېره ډېره لوړه شوه. په 2003 م کال کې د یو سروې د معلوماتو پر اساس په ټول پاکستان کې 12430 دانې مدرسې شتون درلود؛ چې اوس دغه شمېره لا ډېره لوړه شوې.

په همدې ډول نورو اسلامي هېوادونو ته په کتو په پاکستان کې د مذهبي مدارسو شمېر د اندېښنې وړ دی او که د دغو مدرسو د کنټرول په برخه کې جدي اقدامات ترسره نه شي، نه یوازې دا چې افغانستان، سیمه او پاکستان کې به اور بل کړي بلکې نړېوال به هم ترې خوندي نه وي؛ نو پدې اساس اړتیا ده څو هغه مدرسې چې اساس یې د افراطیت او تروریزم په خپرولو اېښودل شوی وي بندې او مخه یې ونیول شي.

که امریکا په پاکستان کې د تروریزم د تولید فابریکې بندې نه کړي؛ نو له شمالي کوریا څو چنده لوی ګواښ ته دې چمتووالی ونیسي، نو  اړتیا ده څو نړېواله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا باید پاکستان دېته اړ کړي څو دغه هېواد د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بنده او خپل نا اعلان شوې جګړې ته د پای ټکی کیږدي؛ پاکستان دې نړېوالې ټولنې او افغان حکومت ته اطمئنان ورکړي چې نور د ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان ته تروریست او افراطیت نه صادروي او که پاکستان بیا هم داسې نه کوي او خپلو دغو تروریستي فعالیتونو ته ادامه ورکوي؛ رسماً دې د تروریزم د ملاتړو هېوادونو په لېست کې ور شامل او ټولې هغې مرستې چې له دغه هېواد سره د نړېوالې ټولنې له لورې کیږي بندي کړي نه یوازې دا مرستې؛ بلکې اقتصادي بندیزونه دې پرې هم وضع شي.