پنجشنبه , 28 مارچ 2024

پاکستان د ترهگرو د مالي ملاتړو په لست کې شامل کړای شو!

د رویټرز خبري اژانس د یو دیپلومات په گډون چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د دوو مقاماتو له خولې لیکلي چې د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې غړي هیوادونه یا FATF به د جمعې په ورځ ناوخته په رسمي توگه اعلان دغه اعلان وکړي.

د ترهگرو د مالي ملاتړ په لست کې د پاکستان شاملول د امریکا د متحده ایالاتو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي اسلام آباد د ترهگرو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي. د امریکایي مقاماتو په وینا دغه ترهگرې ډلې په افغانستان کې تروریستي بریدونه کوي.

دغه تصمیم په داسې حال کې نیول کیږي چې دوه ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف، په خپل یو ټویټري پیغام کې ادعا کړې وه چې د FATF غړي هیوادونه د ترهگرو د مالي ملاتړو په لست کې د پاکستان د شاملولو په هکله د نظر اختلاف لري چې دغه تصمیم د دریو میاشتو لپاره وځنډوي.

د رویټرز په راپور کې لیکل شوي چې پاکستاني مقاماتو تر وروستۍ شیبې پورې هڅه وکړه چې د دې ډول تصمیم مخه ونیسي خو د پاکستان د یو لوړپوړي مقام په وینا د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې غړو د پنجشنبې د ورځې ناوخته پاکستان بیا په دغه لست کې شامل کړ.

امریکایي مقامات همداشان پاکستان د ترهگرو ډلو په ملاتړ تورن کړی چې له هغوی څخه په افغانستان کې د نیابتي جگړې لپاره کار اخلي. دغه ادعا د اسلام آباد له لورې رد شوې او پاکستاني مقاماتو ویلي چې ددې هیواد په خاوره کې “د ترهگرو لپاره هیڅ امن ځای” نشته.

د روانې اونۍ په پیل کې چین، ترکیې او د خلیج د همکارۍ د شورا غړو هیوادونو د ترهگرو د مالي ملاتړو په لست کې د پاکستان د شاملولو سره خپل مخالفت څرگند کړی و. خو د رویترز په وینا چین او د خلیج د همکارۍ شورا د پنجشنبې په ماښام د خپل مخالفت نه لاس واخیست.

د ترهگرو د مالي ملاتړ په لست کې د پاکستان په داخلولو سره به دا هیواد د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي او نړیوال بانکونه به ور سره له معاملو ډډه وکړي.

دا لومړی ځل ندی چې د پاکستان حکومت د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې د غړو هیوادونو یا FATF له لورې په جدي توگه ارزول کیږي. دا هیواد د ٢٠١٢ نه تر ٢٠١٥ پورې هم د FATF له خوا تر څارنې لاندې و.

د مالي منابعو د څارنې نړیواله اداره یا FATF، ٣٧ غړي لري چې د سعودي عربستان په گډون د خلیج د حوزې هیوادونه هم په کې شامل دي. ددې ادارې اصلي ماموریت د پیسو د تطهیر پر ضد مبارزه ده چې ترهگرې ډلې له دې لارې تمویلیږي.(دعوت میډیا)