سه شنبه , 16 اپریل 2024

پاکستان د سپین بولدک-چمن پر دروازې محدودیتونه زیات کړي

د تیرې اونۍ راهیسې پاکستاني لوري خپل تدابیر سخت کړي چې له کبله يې افغان لوري ته سل ګونه پاکستانۍ لارۍ بندي پاتې دي. دغه لارۍ له کراچۍ بندر څخه په کندهار کې نړیوالو ځواکونو ته د الوتکو تېل انتقالوي.

که څه هم په دا وروستیو کې زیاتره افغانان د درملنې په موخه هند او نورو هیوادونو ته ورځي خو بیا هم زیاتره افغانان د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.

د ډیورند د کرښې په اوږدو کې میشت افغان پوځیان وایې چې ستونزه د پاکستان سرحدي قواوو جوړه کړې ده.

د افغان سرحدي پولیسو منصبدار عبدالله وایې چې پخوا به یې پاکستاني پوځیانو “خبرې منلې” خو اوس حالات بدل شوي دي.

د پاکستان سرحدي قواوو پر چمن دروازې د محدودیتونو د زیاتیدلو په اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترینګلو اړیکو په وجه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سپین بولدک او چمن لار په تېر کې څو ځله ټرل شوې ده.

جمشید ملکزی