د پاکستان قبايلي سيمې اورکزو ايجنسۍ کې وسلهوالو مخالفينو سره په نښته کې د پاکستان پوځ يو جگړن او يو عسکر وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې «ای ايس پي ار» له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امنيتي ځواکونو نن سهار د اورکزو ايجنسۍ ميرک کلا سيمه کې د پاکستاني طالبانو پر ضد عمليات پيل کړل.
په دغو عملياتو کې د مدثر په نوم يو جگړن او يو پوځي وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې د پاکستاني طالبانو پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.
تېره مياشت پاکستان کې له پرلهپسې چاودنو او بريدونو وروسته د پاکستان لوی درستيز ډگر جنرال قمر جاويد باجوه په ټول هېواد کې د ترهگرو پر ضد «ردالفساد» عمليات پيل کړي دي.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له خولې وايي، چې امنيتي ځواکونو ته امر شوی، د ترهگرو پر ضد د پاکستان په گډون د افغانستان په خاوره کې هم عمليات وکړي.