پنجشنبه , 25 اپریل 2024

پاکستان کې وسله والوڅلور پولیس وژلي دي

د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې نامعلومو وسله والو د پولیسو پر یوه موټر برید کړی او ۴ پولیس یې وژلي دي. د کراچۍ ښار امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه د تېره ورځ ماښام د دې ښار د سایټ په حبیب چورنګي نومي سیمه کې رامنځته شوې ده. دا په تېرو څو اوونیو کې په کراچۍ کې د وسله والو له خوا پر پولیسو دویم برید دی. تر دې مخکې د تېرې میاشتې په ۲۱مه نېټه هم نامعلومو وسله والو په دغه ښار کې د پولیسو پر یوه موټر برید کړی و، چې ۲ پولیس یې وژلي او ۱ یې ټپي کړی و.