پاڼه لرونکي سابه د انسان پوټکی تازه ساتي

د لومړنيو صحي خدماتو قطري موسسې په خپلې ننۍ نشريې کې ويلي، چې پاڼه لرونکي سابه د انسان پوټکی تازه ساتي او ښکلی کوي يې. نوموړې موسسه د «خضار اليوم» په نوم ورځنۍ نشريه لري، چې هره ورځ په کې د يو ډول سبزۍ طبي فوايد ښيي.

نن يې د هغو سبزيو په اړه خبره کړې، چې پاڼې لري. لکه نعناع، دڼيا او تراتېزک.

دغه ډول سبزۍ د انسان پوټکی له خوشکۍ او غونجېدو ژغوري، تازه يې ساتي او ښکلی يې ساتي. هغه خلک چې د خپل پوټکي په اړه اندېښمن وي، دغه ډول سبزي دې خامخا په خپلو خوراکونو وکاروي.

دغه ډول سبزي اوبه لري او دغه اوبه د دې توان لرلی شي، چې د انسان د پوټکي تازه‌ګي او ښکلا وساتي او لا يې ډېره کړي.