پخواني روايتونه

لیکوال : اجمل ښکلی

چې باران يا پرخه ووري، سيپۍ(صدف) د اوبو سر ته راشي، خوله خلاصه کړي، يو څاڅکى خولې ته ورسم شي، په خپله سينه کې يې پټ کړي او څاڅکى په مرغلره واوړي.

دا په بحر کې د مرغلرو د شتون په اړه د پخوانو فکر و. په پخوانۍ شاعرۍ کې د سيپۍ دا خواري ستايل کېدله؛ خو کاظم خان شيدا چې راباندې خپله استغنا ګوري؛ نو د سيپۍ سوال ته په ښه سترګه نه ګوري:

سوال مې خوی له درافشانه ابره نه دی

صدف ورانه خپله خوله کړه په غوښتلو

سيپۍ سوال کوي که کمال، خو دا شعر راته په پخوانۍ شاعرۍ کې د روايتونو د اهميت تصور راکوي. پخوانو شاعرانو له محدودو مفاهيمو يا د شفيعي کدکني خبره ماقبلي ماناوو(موسيقي شعر: ۲۶۳) استفاده کوله. که دا مفاهيم او ماقبلي ماناوې سره لړ کړو؛ نو ښايي تر لسګونو وانه وړي او په دوى کې يوه استغنا هم وه. څرنګه چې ماقبلي ماناوې شمېرلې وي، دغسې د دې ماناوو د اظهار استعاري پيرايې هم محدودې وي، ځکه چې مانا او فکر داسې يو څيز دى، چې د شاعر د ډکشن لورى ټاکي او بيا پخوانو شراکت ته تر تنوع ډېر تمايل هم درلوده. همدا لاملونه وو، چې په پخوانۍ شاعرۍ کې تشبيهات، استعارې او سېمبولونه محدود او مشترک وو او يوه کلمه په درېواړو بڼو هم کارېدله.

د مفاهيمو او شعري ډکشن دواړو تر شا روايتونه وي.که پر دغو روايتونو پوه شو، چې د پخوانۍ شاعرۍ د پيغامونو او تشبيهاتو، استعارو او سېمبولونو په بڼه موجود وو؛ نو د پخوانۍ شاعرۍ پر مانا او د پخواني انسان پر نړۍ ليد پوهېداى شو. په دې روايتونو کې يو د باران او د سيپۍ کيسه ده، چې د دې ليکنې په سر کې راغلې او د اسطوري پېر زېږنده ښکاري.

له پخوانو تشبيهاتو او استعارو چې اوس موږ نورې ماناوې واخلو، ښايي، لامل يې د دوى له پښو د ځينو روايتونو د ځمکې ښويېدنه وي، چې موږ ته نوې نوې قرينې راپرلاسوي او له تاريخي تناظره مو بې پروا کوي.

دا روايتونه کله د مفاهيمو په تل کې مستقيم موجود وي او کله د تشبيهاتو او استعارو په ډول راڅرګندېږي. پخوا چې بېوزلي ډېره وه او طبيعي ګڼل کېده، د سخاوت د ستاينې اړتيا وه، چې له بډايو نه څه شى بود کړي؛ نو د (سخاوت) د مانا تر شا د حاتم طايي روايت موجود و. د حضرت عثمان له نوم سره د (غني) يادونه هم د شتمن پرځاى د سخي مانا رسوي او د عامو خلکو د غني کېدو خواهش پکې له ورايه ښکاري. پخوا چې ناخوالې ماورالطبيعي ګڼل کېدې او د اوس په څېر چا سرکار د عوامو د بېوزلۍ مسؤول نه ګاڼه او د وبا د راتګ تر شا يې د حاکمانو د غفلت لاس نه ليده؛ نو صبر ډېر اهميت لاره او د (صبر) په مانا کې د حضرت ايوب د کيسې لوى لاس و. رحمان بابا فرمايي:

ګوره عشق څرنګ اسان کړه و عاشق ته

دا مشکل مشقتونه د ايوب

حضرت ايوب د خداى شکرګزار پيغمبر و. شيطان ويل، چې دا خو دومره شته لري؛ خود به داسې شکرګزار وي. خداى پرې ازمېښت وکړ، هر څه يې ترې واخيستل، خو دى بيا هم په صبر کې ثابت پاتې شو او خداى پرې بېرته هغه پراخي راوسته.

په تصوفي شاعرۍ کې د صبر لپاره د حضرت ايوب استعاري يادونه وينو؛ خو په رومانتيکه شاعرۍ کې د حضرت يوسف او زلېخاکيسه ډېره يادېږي او په نورو مواردو کې د حضرت يعقوب او حضرت يوسف کيسه. رحمان بابا د پاسني بيت په دوام وايي:

په ژړا ژړا تر هسې حده راغى

چې ځان ړوند کړ په يوسف پسې يعقوب

حضرت يوسف چې خپلو وروڼو په کوهي کې واچاوه؛ نو مصريانو له ځان سره يووړ. دومره ښايسته و، چې د مصر د عزيز مېرمن پرې مينه شوه او دومره هوښيار و، چې د خوب د تعبير په مټ تر باچاهۍ ورسېد؛ خو هلته په کنعان کې ورپسې خپل پلار دومره وژړل چې د سترګو بينايي يې لاړه. په پخوانۍ شاعرۍ کې د (عشق) د مانا تر شا پر بېشمېرو هغو سربېره دا روايت هم دى. په دې بېشمېرو کې د ليلا او مجنون، شيرين او فرهاد داستان هم دی.

شيطان د پخوانۍ شاعرۍ يوه مهمه کلمه ده. د شيطان تصور د لرغوني انسان د اخلاقي نظام اساس دى. په زردشتي دين کې اهريمن د اهورامزدا پر وړاندې واقع دى او همداسې په هندي فرهنګ کې هم. په اسورو بابل او لرغوني مصر کې هم د ښو او بدو د پېژندلو لپاره دا دواړه اړخه موجود دي او داسې دا توپير تر سامي دينونو رارسېدلى؛ خو د شيطان د پېژندلو لپاره پخواني وګړي روايتونو ته اړ وو، چې د دغو روايتونو په لوښي کې شيطان وپېژني او په دې توګه له ښو سره د بدو توپير وکړي.

خداى حضرت ادم او حوا بيبي ته په جنت کې ځاى ورکړ؛ خو شيطان چې د انسان له تخليق سره حسد لاره، د حضرت ادم په زړه کې يې د هغه بوټي د خوراک وسوسه واچوله، چې خداى ترې منع کړى و. حضرت ادم د هغه بوټي مېوه وخوړه او خداى له جنته ځمکې ته راکوز کړ. شيطان د انسان پر بربادۍ خوشحالي وښوده. که د شيطان اړوند پر ټولو روايتونو پوه نشو، د شيطان پر کلمه نه پوهېږو او نه پر هغو شعرونو او نثرونو پوهېږو، چې شيطان پکې د تشبيه، استعارې، سېمبول او کنايې په توګه راغلى.

د حضرت ادم د غنم د دانې د خوړو په ګډون د ټولو پيغمبرانو او وليانو کيسې راته شيطان راپېژني او له دې روايتونو نه شاعران استفاده کوي. عليخان وايي:

پلار مې د غنم دانې راوايست له جنته

زه لا تمه دار د غنمرنګو د وفا يم

ډاکتر سيروس شميسا د يونګ د (سيوري) په حواله، شيطان پر انيموس و انيما سربېره د آرکي ټايپ(لرغونبېلګې) بل او منفي ډول بولي: ” د يونګ په ارواپوهنه کې د آرکي ټايپ بل ډول سيوری Shadow دی. سيوری زموږ د شخصيت پټ پوړ دی، چې منفي جنبه لري او لرغونتيا يې کله زموږ حيواني اجدادو ته رسي. سيوری د ګويته په فاوست کې د مفيستوفل، د ميلټن په ورک جنت کې د شيطان په بڼه وينو او په بوف کور کې بوډا کباړي دی، چې د ليکوال د رواني ژورو استازي کوي.”(۱: ۸۸)

پر دې بنسټ ويلای شو، چې د ژوند د مهمو مفاهيمو تر شا چې د وګړيو د نړۍ ليد برخه وي، همدا روايتونه ولاړ وي، چې شاعران ترې د خپل فکر په انتقال کې استفاده کوي؛ خو دا استفاده بالعموم د تلميح په بڼه وي.

پخوانو ايډيلوالي ته تمايل لاره او د لويو تاريخي پېښو تر شا يې د لويو خلکو لاس ليده؛ نو فکر يې کاوه، چې وخت په وخت لوی انسانان پيدا کېږي، چې ټولنې له ناورينونو راوباسي. همدا علت دی، چې د يهودو په ګډون زياتره قومونه همداسې لويو انسانانو ته سترګې پر لار دي. ښايي د دې تر شا به د پخوانو انسانانو د بېوسۍ او بېوزلۍ لاس هم و؛ خو موږ په دې پوهوي، چې پخوانو د انسان(په روايت کې کرکټر) او پيښو په ترکيب کې انسان/ کرکټر برلاسی ګاڼه، چې پېښې ايجادوي؛ خو د دې کرکتر تر شا بايد ماورالطبيعي اراده وي.

په تلميحاتو کې پېښو ته اشاره د کرکټر په مټ کېږي. پخپله تلميحات د تشبيه، استعارې، سېمبول او کنايې په لوښو کې رامنځته کېږي او اسطوري، تاريخي او نورې فرهنګي منابع لري.

د ژوند و طبيعت په اړه د بشر د پوهې تر شا د اسطوري کيسو شتون د ساينس په دې پرمختللي پېر کې هم وينو، ځکه ساينس هغه دنيا ړنګه کړه، چې د غويي پر ښکر ولاړه وه؛ خو د ساينس له دې بېدرېغه لاسوهنې سره بيا هم د انسان د قضاوت تر شا په تخيلي پېر کې د ايجادو شويو اسطورو لاس وينو، ځکه چې دې روايتونو د انسان په ټولنيز لاشعور کې ژورې ريښې زغلولې دي. په تېره پخوانی ادب خو له اسطورو پرته مبهم دی.

پخوانو فکر کاوه، چې ځمکه هواره ده، ګرچاپېره ترې د قاف غر راتاو دی. رحمان بابا وايي:

درست جهان به قاف تر قافه معطر شي

که يو ځله شانه ګډه په ګيسو کړې

که انسان د قاف د غر پر سر ودرېږي، نو سر به يې له اسمان سره ولګي. تر قاف هاخوا اوبه دي او په ځينو سامي روايتونو کې جوج ماجوج دي. په قاف کې دېوان او ښاپېرۍ اوسي او د ملي هېندارې په يوه روايت کې وينو، چې د زبزبانې ښاپېرۍ د سر په تېلو توتي لوند وي او دا ښاپېرۍ په قاف غره کي اوسي.

رحمان بابا وايي:

که د تن په لويۍ لوی دی، ته يې څه کړې

مه کړه خدای چې کوه طور شي کوه قاف

“اسطوره کيسه ده، چې لرغوني بشر ته واقعيت ښکارېده؛ خو اوسني خلک ورته د واقعيت په سترګه نه ګوري. په بله وينا، اسطوره يو وخت تاريخ/ History(معمولا مقدس تاريخ) و؛ خو اوس ورته د کيسې/ Story په سترګه کتل کېږي.” (بيان و معاني: ۸۳)

ډاکتر سيروس شميسا مخکې ځي او د بيان په علم کې راته د اسطوري په مانا غږېږي:

د بيان د علم له ګوټه، اسطوره داسې يوه مشبه به ده، چې ورکه مشبه يې په تخيل، تاريخي قرينو، وګړپوهنه او ټولنپوهنه کې ګورو. معمولا د اسطورې دلالت(د عجبيه داستان مشبه به) د خپل مدلول(مشبه چې د لرغوني بشر د اعتقاد برخه وه) لپاره روښانه او صريح نه وي، تفسير او تاويل ته اړتيا لري. (۱:۸۳)

پخوانو له اسطورو نه استعاري او سېمبوليکه استفاده هم کوله، چې موږ يې هله تاويل کولای او پر مانا يې پوهېدای شو، چې پر کيسه او روايت يې پوه شو. اسطورې د ډاکټر شيمسا په اند د تلميحي تشبيه او تلميحي اضافې په بڼه راڅرګندېږي.

انسانانو له خپلو خواهشاتو کيسې جوړې کړې دي. يا به داسې ووايو، چې کيسې د انساني خواهشاتو زېږنده دي. په دې خواهشاتو کې بيا زېږون، اقتدار او… دی، چې د آرکي ټايپ په بڼي راڅرګندېږي. فريدون د باچاهۍ او ضحاک د ماتولو لپاره له دجلې نه اوړي. موسی په نيل سيند کې اچوي، چې د ژوند بل پړاو ته اوړي او پيغمبر کېږي. دارا له اوبو راوباسي او باچا کېږي؛ نو د اقتدار ترلاسی يا په ژوند کې بدلون له اوبو نه د اوښتو په آرکي ټايپ کې وړاندې شوی دی. (۱: ۸۷) پر دې بنسټ آرکي ټايپونه هم تر شا روايتونه لري.

د پخوانۍ شاعرۍ پر مفاهيمو د پوهېدو لپاره پکار ده، چې پر خپلو ديني کيسو پوه شو؛ خو د دې کيسو ټول جزييات بايد څرګند شي او له جزيياتو سره د ټولو روايتونو پر مهمو اړخونو خبرې يو کتاب خبرې غواړي.

پر ديني کيسو سربېره په خپله جغرافيه کې د قومي او ملي ژوند اړوند د رامنځته شويو ملي روايتونو لوست هم اړين دی. پښتو نکلونه او حکايتونه راته خپلي مسلي او قومي مسووليتونه او مفاهيم معرفي کوي. تر ټولو ښه مثال يې (پښتونواله) ده. پښتونواله پر روايتونو ولاړ هغه مفهوم دی، چې د موسی جان، مومن خان، ادم خان او د نورو سلګونو کرکټرونو په شخصيتونو کې يې ليدای شو. د پښتونوالې په مهمو رغندو توکيو کې مېلمه پالنه، ننګ، زړورتيا، زړه خوږی، رښتينولي او …نور راځي، چې دا ټول جزئي مفاهيم راته پښتو کيسې راپېژني.

د پښتونوالې پرخلاف افغانيت نوی او ملي مفهوم دی، چې له ملتپالنې او جغرافيې سره تعلق لري. افغانيت څه دی؟ د دې پوښتنې ځواب د خپلې څو قومي ګډې جغرافيې په ګډ تاريخ کې ليدای شو. د دې تاريخ په رغونه کې بيا د دې جغرافيې ټولو قومونو برخه اخيستې. تاريخ هم د کيسو ټولګه ده، چې د بلې هرې کيسې غوندې راته ځينې مفاهيم مانا کوي يعنې تر شا يې ولاړ وي. په ديني تاويلونو کې له ديني مفاهيمو نه استفاده کوو او د نړۍ په ملتونو کې د خپل شناخت يا د ځان د پېژندلو او معرفۍ لپاره خپل ملي تاريخ ته اړ يو.

له تاريخونو پرته شاعران د تمثيل په بڼه د خپل پيغام او يوه مفهوم د انتقال لپاره پخپله هم کيسې ايجادوي، چې فابل، پارابل(Parable) او Exemplum ورته وايي. په فابل کې خپله موخه د حيواني تمثيل په بڼه بيانوي. په فابل کې زمری د شاه، غويی د رښتيني او ساده ملګري، ګيدړ د څالاک او چلباز، ملاچرګګ د هوښيار سړي، توتي د ړانده مقلد، بلبل د رښتيني عاشق او… تمثيل کوي او د دوی له خپلمنځي کشمکش نه مکالمه او پېښې ايجادېږي او په دې طريقه يوه کيسه پيدا کېږي. د عطار منطق الطير يې ښه مثال دی.

پارابل د نېکو خلکو د خولې حکايتونه دي، چې شاعرانو ورته منسوب کړي. د سعدي ګلستان او نور حکايتونه يې مثالونه کېدای شي.

وايي، سړي ميلو ساتلی و. يوه ورځ سړی ويده و، پر مخ يې مچ ناست و. ميلو ته خپل څښتن ډېر ګران و. غوښتل يې مچ يې له مخ نه وشړي. يوه درغنه يې راخطا کړه. مچ والوت؛ خو سړی مړ شو. دا کيسه راسره د يوه مفهوم په پوهېدو کې مرسته کوي، چې هغه (تر ناپوه ملګري پوه دوښمن ښه دی) دی. دې ته اګزمپلوم وايي. ( بيان و معاني: ۸۱)

زموږ په قضاوتونو او نړۍ ليد کې د متلونو ونډه هم جوته ده، چې موږ فکر ته د زرينو ويناوو غوندې بې روايته جملې ښکاري. متلونه د خلکو د تجربو زېږنده وي. تجربه له پېښې پرته شونې نه وي. پر دې بنسټ د ژوند په اړه دا کاڼي خبرې، چې موږ ترې د زرکاڼو کار اخلو، تر شا روايتونه لري. متلونه مفاهيم دي، چې موږ يې په ورته دريځ کې استعارا کاروو: مثلا: که له چا نه مو مرسته غوښتې وي او ښه ډاډه يې، چې هرومرو به يې درسره کوي ؛ خو هغه يې ونه کړي او تاسو په سپين ډاګ پاتې شئ؛ نو وايئ:

چې په تمه د سپرو شي، هغه پاتې په ميرو شي

تمه يوه مفهوم دی. پاسنی متل راسره د دې مفهوم په پوهېدو کې مرسته کوي؛ خو د متل پر مانا د پوهېدو لپاره هغې کيسې ته اړ يو چې د تجربې په بڼه د دې متل تر شا موجوده ده.

خو موږ ته خو د متلونو کيسې نه دي معلومې، بيا مو څنګه د دې متلونو پر پيغام زړه اوبه څښي؟ موږ متلونه د مشرانو، چې تر ځان يې هوښيار ګڼو، پخې خبرې ګڼو. مطلب دا چې ناخبري مو دا منلې چې د هر متل تر شا يوه کيسه موجوده ده.

روايتونو د پخوانو متونو د ماناوو کونجيانې دي. پر کومو متونو چې نه پوهېږو، مهم لامل يې دا دى، چې په ټولنيز کچ مو هغه روايتونه هېر کړي، چې د دې متونو تر شا ولاړ وو او پخواني پرې پوهېدل. ښايي، د دې هېرولو بېلابېل ټولنيز او اقتصادي علتونه وي. د هېرو شويو روايتونو لويه برخه واړه روايتونه دي، چې اوس راته ګټور نه ښکاري؛ نو هېر کړي مو دي.

د ادب اوسنى لوستونکى که پر پخواني فرهنګ ځان پوهول غواړي، بايد د مجازي او مستقيم بيان تر شا پر موجودو روايتونو ځان پوه کړي.

ماخذونه:

1-   شميسا، سيروس. ۱۳۸۳. بيان و معاني. چاپ هشتم. تهران: انتشارات فردوس

2-   کدکني، محمد رضا شفيعي. ۱۳۹۲. موسيقي شعر. تهران: نشر آګه