پرون مو همسایه له لوږي ومړ، نن یې په تعزيه کي پسونه حلالېدل!

له مرګ وروسته ستایني..!

ژباړه: حافظ سفیان خالد

مشهوره متل دی، مجبوره یې، چې ومرې، تر څو خپلي ښېګڼي او ځانګړتیاوي وپېژنې او خلګ دې وستایي، نو همدا “له مرګ وروسته ستایني” دي..

“پرون مو همسایه له لوږي ومړ، نن یې په تعزيه کي پسونه حلالېدل”

ځیني وګړو ته په ژوند کې څوک هيڅ ارزښت نه ورکوي، خو چې کله ومري، نو یې ستایني او صفتونه پیل شي، په ویاړ او تلین یې ناستي او غونډي منعقدي شي، همدا د مرګ وروسته ستایني دي.

د صدام حسین په ژوند کي ټول ورڅخه ناراض او پرې غوصه وه، خو له مرګ بعد یې ټولو پر مېړاني او شجاعت ستایني او قصيدې جوړولې؛ ګواکي دده مرګ د خلګو د خوښۍ او رضائیت شرط وو.

ځیني وګړي، لکه مقبره (هدېره) مینه او ستاینه یوازي له مړو سره کوي..

یو ورور کیسه کوي: چې له خپل مشر ورور سره به ښوونځي ته تلم، ما له سندرو او موسیقي اوريدلو سره هيڅ مینه نه درلوده، خو ورور مې برعکس تل موسیقي اورېدل. هر سهار به د مقبرې څنګ ته تېرېدلو، چې کله به مقبرې ته نږدې شو، نو موسیقي به یې بنده کړه.

یوه ورځ مې ترې وپوښتل:

وروره ته ولي دمقبرې پر وړاندي موسیقي بندوې،

ورور ویل: د مړو د احترام په خاطر،

ما وویل: هغه ژوندي وګړي، چې پر وړاندي دي دهغو احترام ولي نکوې..؟

نو پوه شوم خلګ د مړو احترام کوي، که څه هم نه یې پېژني، خو د ژوندیو احترام نکوي، که څه هم پېژني..

له مرګ وروسته ستایني د مړو تقديس دی، هغه چي په ژوند کي هرچا له پامه غورځولی وو، ځکه نو دا مشهوره مقوله یو مفکر وړاندي کوي: “پرون مو همسایه له لوږي ومړ، نن یې په تعزيه کي پسونه حلالېدل”

نو یو ګل و ژوندي انسان تحفه کول، غوره ده له دې، چې پوره د ګلونو ګيډی له مرګ وروسته د قبر د پاسه کښېږدو، نو هرکله چې د مړو ښېګڼي یادوو، نو ژوندي ډېر حقدار دي، چې ویې ستایو، ټول مړه کېدونکی..